د عدليې وزارت لیدلوری
په ټول افغانستان کې بلا توپیره د قانون حاکمیت او عدالت ته لاسرسی

د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو له لارې (طرح، تسوید، تدقیق، چاپ او خپرول) د افغانستان خلکو ته د عدلي او حقوقي باکیفیته خدمتونو وړاندې کول، له عامه منقولو او غېر منقولو شتمنیو څخه دفاع، بې وزله، مشکوکو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې، خلکو ته د حقوقي پوهاوي وړاندې کول، د کسبي ټولنو، معاملو د لارښوونو، مدافع وکیلانو ثبتول او د هغوی د کړنو پر ډول څارنه، په اجراآتو کې له دولتي ادارو سره همغږي، د بین المللي میثاقونو، تړونونو او بین المللي نورو حقوقي سندونو په هکله د نظر څرګندول او د تقنیني سندونو ژباړه او د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق دعدلیې وزارت له مهمو دندو څخه دي همدا راز دعدلیې وزارت، د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون ریاست هم پرغاړه لري. 

 

د عدليې محترم وزير شيخ عبدالحکيم شرعی صاحب پيغام

2 کلونه 10 میاشتې مخکې

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده، أما بعد!

فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم (اِنَّ اللهَ يَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّ الْأَمَانَاتِ اِلَی أَهْلِهَا وَ اِذَا حَکَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوْا بِالْعَدْلِ. الآية و في موضع آخر: اِعْدِلُوْا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَی.الآية

د عدليې وزارت بلکې ټول ارګانونه د محتوی له مخې ډېر ژور او اړين نوښت ته اړتيا لري، ځکه چې په تېره شل کلنه دوره کې ټولې ادارې او ارګانونه د فساد، رشوت او د خلکو د زورونې د مرکزونو په توګه کارېدل، د اولس سره عدل او انصاف نه کېدو، زورواکي او واسطې وې چې حق حقدار ته نه سپارل کېدو، د هيچا مال، عزت او ناموس خوندي نه و،  نور دلته

د عدليې محترم وزير شيخ عبدالحکيم شرعی صاحب
د عدلیې وزارت

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د هلمند ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د شنبې په ورځ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۴۹
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معين د فراه او نيمروز ولايتونو له عدلیې ریاستونو څخه ليدنه وکړه

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي په تېره اوونۍ کې، فراه او نيمروز ولایتونو ته سفر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د غيرقانوني فعاليت له امله د ۱۱ موټر پلورنځيو تړل کېدل

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نظارتي پلاوي، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په ساحه کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

یاد پلاوي له ټولټال ۷۳ موټر پلورنځيو څخه. . .

خورا ډیر کارول شوي خدمتونه

کارموندنهنور

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کارموندې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د کارموندې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د عدليې وزارت د اړتیا وړ ژمن انساني ځواک د جذب او . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په ملي تخنیکي حمایوي (ان، تی، ای) قراردادي بستونو کې د غاښونو ډاکټر یو بست اعلان!

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو، د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۲۷ دارالوکالې د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي

د شکایتونو اورېدلو قانون د انفاذ او په رسمي جریده کې یې د خپرولو په اړه عدلیې وزارت د ویاند، حافظ برکت الله رسولي وینا....

د دفاع وکالت د ستاژ لومړۍ دورې د فراغت په مراسمو کې د عدلیې وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د وینا یوه برخه

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون په رسمي جریدې کې چاپ او خپور شو

د ناوړه استفاده کونکو اشخاصو په واسطې د هيوادوالو د خیریه مرستو د حیف او میل د مخنیوي په تړاو د عدلیې وزارت د ویاند وینا...

د ۱۴۴۵هـ . ق کال د صفرالمظفر د میاشتې ( د ۱۴۰۲ هـ . ل کال د زمري د میاشتې له ۲۷ نېټې - د وږي د میاشتې ۲۴ نېټې ) په ترڅ کې د عدلیې وزارت عمده فعالیتونه او لاسته راوړنې...

د کابل پوهنتون په دیني علمي سیمینار کې د عدلیې وزارت دسرپرست وینا

د عدلیې وزارت له کارمندانو څخه د دیني زده کړو آزموینه واخیستل شوه

عدلیې وزارت د دفاع وکالت له څه باندې۷۰۰ تنو جواز غوښتونکو څخه ورودي آزموینه واخیسته.

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامې کې د عدلیې وزارت د یو کلن راپور ويډیو

ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د خبري ناستې بشپړه ویډیو....

د عدلیې وزارت په صحن کې د سمسورتیا او و دانیزو چارو کاري بهیر...

وروستۍ خبرتیاوېنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۴ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۴ دوره د وږي د میاشتې په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۱۲ تنه مدافع . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۴ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په  ۶ مه نېټه چې د وږي د میاشتې له ۱۹ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو نور . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۳ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۳ دوره د زمري د میاشتې په ۱۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۱۶ تنه مدافع . . .

داوطلبینور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د قرارداد ورکړې تصمیم خبرتیا

د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ (۱۰۸) قلمه مطبوع او غیرمطبوع قرطاسیې د تدارک پروژه د حنظله هلال لوژشتیکي شرکت، د (۸۰۹۸۴) جواز درلودونکي، پته د میدان وردګ مرکز، میدان ښار، . . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۹
Background image

د قرارداد ورکړې تصمیم خبرتیا

د (عدلیې وزارت) په پام کې لري چې  د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د فاضلاب تصفیه خانې د رغولو پروژه {طوفان شهر ساختمانی او د سرک جوړولو شرکت، د ۶۲۵۱۱ جواز شمیره درلودونکی، پته د پروان د مرکز . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۵:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د عدليې وزارت (۴) عرادې بېلابېل لېږدونکي داغمه وسایط او (۵۶۳) قلمه بېلابېل ډول اجناس لیلام او داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

هغه اشخاص چې په داوطلبۍ کې ګډون غواړي په ۱۴۰۳/۴/۲۷ نېټه د سهار په ۹ . . .

اعلامیهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۴۷
Background image

په لوګر ولایت کې څه باندې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابت شوه

د مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د لوګر ولایت د مرکز په قلعه وزیر دښته کې پر یو زرو شپږسوه دولس جریبه، دولس بسوې او یوې بسواسې ( ۱۶۱۲جریبه او ۱۲ بسوې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۱۶
Background image

بسم الله الرحمن الرحیم

په وزارتونو او امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د آسانتیا د برابرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

ګڼه: (۴۱)                                                           . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

په مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي ځمکه امارتي تثبیت شوه

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په بلخ زون کې د بلخ ولایت په مرکز، مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي د ځمکې اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره یې د یادې. . .