وړیا حقوقي مساعدتونه

murtaza_admin

دحقوقي مرستو ریاست د عدلیه وزارت  یو له مهمو ریاستونو څخه دی. یاد ریاست دوه آمریتونه (دحقوقي مرستو آمریت او د عامه پوهاوي آمریت) لري. د حقوقي مرستو ریاست معمولآ د افغاني ټولنې د خوار او بیوزله وګړو له حقوقو څخه د دفاع دنده په غاړه لري.

چی له امله یې په قضایې او جزایي او د ښځو او ماشومانو په مدني قضایاوکې د یادو متضررینو وګړو له حقوقو څخه د دفاع په لاره کې فعالیت تر سره کوي.

همدا رنګه د عامه پوهاوي په چوکاټ کې خپله دنده ګڼو چی خپل هیوادوال د هغوی له حقوقو، شرعي او قانوني وجایبو څخه په اجتماعاتو، ښوونځیو، امارتي ادارو او عامه سیمو کې د عامه پوهاوي له لارې خبر کړو .

دیاد ریاست موخې:

د حقوقي مرستو ریاست د لاندې موخو تر لاسه کولو له پاره فعالیت کوي:

  • د ټولنې متهم  مظنون، محکوم علیه یا مجنی علیه بې وزلو افرادو ته د با اعتماده حقوقي مرستو زمینه برابرول.
  • د عدالت د تا ینولو له پاره د بې وزله اشخاصو لاس نیوی.
  • د هیوادوالو دحقوقي  شرعي او قانوني وجایبو په هکله د پوهاوي کچه لوړول.
  • د عدلي او قضایې ارګانونو ته د مراجعي کولو د څرنګوالي پوهاوی.

دحقوقي مرستو د ریاست کاري کړنلاره:

د دغه ریاست کړنلارې دوه جلا آمریتو پورې د کاري اړیکې په وسیله ترتیب او تنظیم شوي دي. چې په لاندې ډول بیان کېږي:

۱- د حقوقي مرستو د آمریت کړنلاره:

هغه تورن، شکمن یا په قضیو کې ښکېل اشخاص مستقیمآ کولای شي د مطبوع عریضې په وړاندې کولو سره د ریاست اداري مدیریت ته خپله عریضه د حقوقي مرستندوی د ټاکلو په خاطر وړاندې کړي چې د عارض عریضه د اداري مدیریت له خوا ترتیب او د ریاست مقام د لارښوونې اخیستلو له پاره وړاندې کېږي وروسته د مقام له هدایت څخه دحقوقي مرستو آمریت ته وړاندې کېږي ترڅو عارض شوی شخص ته حقوقي مرستندوی تعین کړي وروسته بیا د نوموړي شخص له پاره د رسمي لیک په ذریعه اړوندې عدلي یا قضایې ارګان ته حقوقي مرستندوی معرفي کېږي تر څو د عارض شخص له حقوقو څخه د شرعي حکمونو په رڼا کې دفاع وکړي او هم عدلي او قضایي ادارې کولای شي چې د عدلیي وزارت د حقوقي مرستو له ادارې څخه د تورنو  یا په قضیو کې ښکېل اشخاصو له پاره د عدالت د ښه تامین په خاطر په رسمي بڼه د حقوقي مرستندوی مطالبه وکړي.

۲- د حقوقي عامه پوهاوي د امریت کړنلاره په لاندې ډول سره بیان کېږی:

لومړی هغه مواد او موضوعات  چې د ټولني اړمنو وګړو ته اړینو ضروریاتو څخه وي هغه په ګوته کېږي وروسته د مقام له تاید څخه اړوند بورډ ته د تحریر او استفادی له پاره وړاندې کېږي چې د یادو مطالبو مبنا د اسلامي شریعت او قانون ده. وروسته له ترتیب اوتحریر څخه دحقوقي عامه پوهاوي کارکوونکو ته په مرکز او ولایتونو کې ورکول کېږي تر څو د حقوقي عامه پوهاوي په غونډوکې ورڅخه استفاده وشي.

دحقوقي عامه پوهاوي امریت په پیل کې د اسلامي امارت د ادارو له مسوولینو سره لکه (د ښوونې وزارت- د لوړو زده کړو وزارت- د کورنیو چارو وزارت اطلاعات اوفرهنګ حج اوقاف او ښاروالۍ) او د خصوصي رسنیو سره همغږۍ له پاره شریکوي وروسته بیا د سلسله مراتبو پر اساس د حقوقو عامه پوهاوي مسلکي غړي په تعین شوو ساحو کې د بیلګي په ډول ښوونځیو پوهنتونونو- ناحیو- مسجدونو  او د ټولنیزو رسنيو له لارې د حقوقي عامه پوهاوي تبلیغ تر سره کوي- د دې تر څنګ د حقوقي مرستو مسلکي غړي هغو اړمنو اشخاصو او افرادو ته چې حقوقي مشورو ته ضرورت ولري په دفتر او محلاتوکې په وړیا توګه لازمې مشوري ورکول کېږ ی.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو غوښتونکي کولای شي د بې وزلۍ د ثبیت فورمه او بې وزلو ته د وړیا حقوقي مشورې د وړاندې

کولو فورمه له لانې لینک څخه ډانلوډ کړي:

د حقوقي مرستو غوښتنکو د بې وزلۍ د تثبیت فورم په فامیلي او جزایي قضیو کې له دغه ځای څخه ډانلوډ کړئ.

بې وزله اشخاصو له پاره د وړیا حقوقي مرستو د وړاندې کولو فورمه ډانلوډ له دغه ځای څخه ډانلوډ کړئ.

 نظارتي فورمه او د حقوقي عامه پوهاوي د تطبیق فورمه کولای شئ له دغه ځای څخه ډانلوډ کړئ.

د حقوقي عامه پوهاوي د تطبیق فورم له دغه ځای څخه ډانلوډ کړئ.

خورا ډیر کارول شوي خدمتونه