د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکنې د چارو د ثبت لارښوونه

 لیک په مرکز کې د انسجام ادارې د رئیس په لاسلیک او په ولایت کې د عدلیې رئیس په لاسلیک صادرېږي جواز لیک بل شخص ته د لېږدولوپه لومړي قدم کې، غوښتونکی د انسجام ریاست عنواني چاپي عریضه وړاندې کوي د ریاست او د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو د ریاست له احکام څخه وروسته، د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی معلوماتي فورم په ټاکل شوي وخت کې،  ډک او بشپړ کړي او له هغې څخه وروسته د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکود چارو ریاست ته وړاندې کړي د جواز لیک غوښتونکی مکلف دی، له سرغړونو یا د خپلو د ژمنو له نه تر سره کولو څخه رامنځته شوي تاوان د جبران په منظور خپل شخصي غیر منقول ملکیت، د تضمین په ډول انسجام ادارې ته وړاندې کړي هغه اشخاص چې د حقوقي اهلیت لرونکي وي، کولای شي د خپل شخصي غیر منقول ملکیت د جواز لیک د غوښتونکی تضمین په توګه، انسجام ادارې ته په ضمانت ورکړي. تر تضمین لاندې غیر منقول ملکیتونه په جایزي یا قطعي بیع بل شخص ته د لېږدولو وړ نه دي او په بل مورد کې تر تضمین لاندې کېدای نه شي ، تر تضمین لاندې پیسې بل شخص ته د لېږدولو وړ نه دي او په بل مورد کې تر تضمین لاندې کېدای نه شي د انسجام اداره د ډاډ له ترلاسه کولو څخه وروسته، د (۱۰) ورځو په ترڅ کې غوښتونکی ته، جواز لیک ورکوي که چېرې د جواز لیک د اخیستلو غوښتنې د معاملاتو د لارښوونې د چارو ریاست له لوري رد شي، غوښتونکی کولای شي، خپل اعتراض له دلیلونو سره یو ځای په لیکلي ډول عدلیې وزیر ته وړاندې کړي د جواز لیک حق الامتیاز پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ دي چې د دریو کلونو لپاره ورکول کېږي جواز وړ نه وي.

د لاندې شرطونو لرونکي اشخاص، کولای شي د معاملاتو د لارښوونې د چارو د فعالیت جواز ترلاسه کړي:

د افغانستان تابعیت لرل.

د حقوقي اهلیت لرل.

لږ تر لږه د بکلوریا تحصیلي سند لرل.

د جنایت، اداري فساد او یا د معاملاتو د لارښوونې د چارو شغل پورې اړوند په جرمونو یا د واکمنې محکمې له لوري له مدني حقوقو څخه په حرمان نه محکومیت.

د معاملاتو د لارښوونې د چارو د قانون په (۱) ګڼه ضمیمه کې درج شوی د غیر منقول ملکیت د تضمین وړاندې کول یا د نغدې پیسې بانکي سند وړاندې کول.

لاندې اشخاص کولای نه شي د دندې د تصدي پر وخت د معاملاتو په لارښوونې د چارو بوخت شي:

 قاضیان، څارنوالان، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو منسوبین، د ملي امنیت مؤظفین، د نظامي تشکیلاتو لرونکو وزارتونو او ادارو نظامي منسوبین، د ملي شورا او د ولایتي، ولسوالیو او کلیو شوراګانو غړي، د خپلواکو کمېسیونونو غړي او د ښاروالیو، تصدیو او د دولتي او مختلطو شرکتونو کارکوونکي او د ملکي خدمتونو نور کارکونکي.

مدافع وکیلان.

هغه شخص چې د قانون په حکم د دفاع له وکالت څخه ممنوع شوي وي.

د معاملاتو د لارښوونې دچارو قانون د (۱) فقرې په (۱ او ۲) جزونو کې درج شوي اشخاص له وظیفې څخه له تقاعد یا ګوښه کېدو څخه وروسته په هغه صورت کې چې په دې قانون کې د درج شویو شرطونو لرونکي وي، کولای شي جواز لیک تر لاسه کړي

د معاملاتو د لارښوونې د چارو دوراني فورم دانلود

"له هغو هېوادوالو څخه چې خپل معاملې د معاملاتو د لارښوونې د چارو او د موټر د پلورنځیو د دفترونو له لارې ترسره کوي هیله لرو ترڅو د جعل او فریب د مخنیوي په پار لومړي د اړوندې د معاملاتو د لارښوونې د چارو د جواز قانوني توب په اړه معلومات ترلاسه کړي او بیا د ترسره شوي سېټې (د معاملې سند) د صحت په غرض د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې د چارو د جواز بررسۍ او ثبت آمریت ته وړاندې کړي. "

د پېر، پلور، موټر او جائزې بیع (ګروي) په معاملو کې د معاملاتو د لارښوونود چارو د دفتر کمېشن د جایداد او یا د موټر د مجموعي بیې یو سلنه ده او په کرايې معاملو کې د یوې میاشتې کرایې یو سلنه ده چې په بالمناصفه ډول د معاملې د دواړو لورو لخوا ورکول کیږي.

د اړیکې شمېره: ۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸/ ۰۷۷۷۳۸۳۳۷۰

د معاملاتو د لارښوونو د چارو او د موټرپلورنځیو د جواز درلودونکو مکلفیتونه

۱-د عدلیې وزارت د انسجام ادارې له لارې د جواز ترلاسه کولو او یا تمدید څخه وړاندې د معاملاتو د لارښوونې د چارو او د موټر پلورنځۍ دفتر پرانیستلو څخه ډډه کول.

۲-د عدليې وزارت د انسجام ادارې له لارې د معاملاتو د لارښوونو د چارو د جواز، مهر، لوحې او سېټې ترلاسه کول.

۳-د فعالیت له پاره یو ځانګړی دفتر جوړول.

۴-د انسجام ادارې ته په کلني ډول د ماليې تصفیې، د بیلانس او د سېټو کندې  وړاندې کول.

۵-یو میاشت د جواز له پای ته رسیدلو څخه وړاندې د جواز تمدید.

۶-له معاملې څخه وړاندې د حق العمل او د معاملې د فسخ کولو د اثراتو په اړه دواړو لورو ته توضیحات ورکول.

۷-د معاملې په تړاو دواړو لورو ته د ناسمو معلوماتو له وړاندې کولو څخه ډډه کول.

۸-د ملکیت او یا موټر د حکم وړ سند (بنسټیز سند) له ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته د سېټې ترتیب.

۹-د معاملې د لورو له موافقې او حضور څخه وروسته په سېټه کې د سند لیکل، د انځور نښلول، د ګوتې نښان او د هغو د لاسلیک اخیستل.

۱۰- د بایع او پېرودونکي پرځای د نورو اشخاصو د ګوتې نښان او لاسلیک له اخیسلتو څخه ډډه کول.

تبصره: له بایع، پېرودنکي او یا د وکالت لیک او وراثت لیک له مخې د شرعي او قانوني وکیل څخه پرته نور اشخاص نه شي کولای معاملې د خپل له لورې ترسره کړي او یا د ګوتې نښان او لاسلیک کړي او کله چې ملکیت او د موټر څو تنو اړوند وي باید د ټولو افرادو د ګوتو نښان، لاسلیک او انځور په سېټه کې درج او ونښلول شي. دغه موضوع د پېر او پلور، کرایې، ګروي او د موټر  په ټولو معاملو کې رعایت کیږي د سرغړولو په صورت کې دفتر تړل کیږي او د جواز درلودونکی تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

۱۱-په کاپي، جعلي او پخپلسر جوړ شویو سېټو کې د معاملو څخه ډډه کول.

تبصره: هیڅ یو د معاملاتو د لارښوونې د چارو او د موټر پلورنځۍ نه شي کولای له هغو سېټو څخه پرته چې د انسجام ادارې له لارې تایید کیږې په نورو سندونو او سېټو کې معاملې ترسره کړي د دغه ډول سرغړولو په صورت کې دفتر تړل کیږي او د جواز درلودونکی تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

۱۲-د شاهدانو د ګوتې نښان او لاسلیک ترلاسه کول.

تبصره: هیڅ بل یو شخص د جواز له درلودونکي څخه پرته نه شي کولای په سېټه کې مهر او لاسلیک وکړي.

۱۳-د اصول او قانون په خلاف د زیات کمېشن له اخېستلو څخه ډډه کول.

۱۴-د معاملو د ثبت په کتاب کې د معامله شویو سېټو درج.

۱۵-د معاملاتو د لارښوونې  د چارو په دفتر کې د جواز درلودونکي شخص حضور.

۱۶-په دفتر کې د جواز، مهر، سېټو، لوحې اصل دائمي موجودیت او د څارنې پلاوي ته يې د بررسۍ په منظور وړاندې کول.

۱۷-د معاملاتو د لارښوونې د چارو د استازولۍ دفتر جوړولو څخه ډډه کول او د انسجام ادارې له تایید څخه پرته نورو ساحو او سیمو ته د معاملې د لارښوونې او د موټر پلورنځۍ دفتر له لیږد څخه ډډه کول.

۱۸-د استوګنې په کور کې د معاملې د لارښوونې دفتر له جوړولو څخه ډډه کول.

۱۹-د معاملاتو د لارښوونې د چارو په دفتر کې  دنور کارونو ترسره کولو څخه ډډه کول.

۲۰-په نقشه کې د داخلو پروژو له معاملو ترسره کولو څخه ډډه کولو چې د ویش لامل کیږي، ترکه د ارث پر اساس مستثنی ده.

۲۱-د دولتي، عامه، غصبي ملکیتونو او یا هغه جایدادونه چې په تضمین کې دي له معاملو څخه ډډه کول.

 

تادیبات او مجازات

کله چې د جواز درلودونکی له پورته مواردو څخه سرغړونه وکړي د معاملاتو د لارښوونې د چارو او د موټر پلورنځۍ دفتر تړل کيږي/ جواز یې لغو او عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول کیږي. دغه خبرتیا په هغه ځای کې ونښلول شي چې د ټولو د لیدنې وړ وي.

د انسجام له ادارې سره اړیکه: ۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸/۰۷۸۰۳۴۴۱۲۶


د عریضه لیکنې د نوي جواز صادرولو لپاره د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونو او دعریضه لیکونکو د چارو ریاست د لارې نقشه

د عریضې ترلاسه کول: د انسجام ریاست- د لارښوونو او عریضه لیکونکو ریاست- آمریت

  • د انسجام ریاست په سرلیک مطبوع غوښتنلیک وړاندې کول.
  • د عمومي ریاست د حکم ثبت او اصدار.

ازموینې ته د اهلیت د تثبیت په موخه د عریضې لیکنې د جوازلیک غوښتونکي ارجاع

  • په بریالیتوب سره د عریضه لیکنې د جوازلیک متقاضي د اهلیت او وړتیا ازموینې له تېرولو وروسته د عریضو په لیکنه کې د ګډ پلاوي تصدیق .

د جوازلیک متقاضي په واسطې دوارني فورمه (معلوماتي) له پړاوونو تېرول

  • د تحصیلي سندونو تصدیق (د زده کړو نهادونه)
  • د جنايي مسؤولیت تصدیق (د کورنیو چارو وزارت)
  • د مالي عدم مسؤولیت تصدیق ( د مالیې وزرات)

د تصدیق شوې دورانې فورمې چک

  • د سندونو د جعل او تذویر مخنیوي په موخه په فورمه کې د مندرجو مراجعو له بشپړیدو او تصدیق څخه وروسته د دوراني فورمې (معلوماتي) بررسي او کنترول .

د حق الامتیاز تحویل

  • د حق الامتیاز تعرفې صدور ( د افغانستان بانک)

د جوازلیک صدور

  • د ټولو سندونو له چک او کنترول څخه وروسته د جوازلیک صدور.

د عریضه لیکونکو دوراني فورم - دانلود

دکابل ولایت په کچه د ۱۴۰۲هـ.ل کال د عریضه لیکونکو د شهرت جدول دلته لیدلای شئ.