جواز لرونکي جمعیتونه

د انسجام په لوی ریاست کې د جمعیتونو  د ثبت او راجستر لارښود

د ټولنو د ثبتولو کړنلاره لږه موده وخت نیسي، د یوې ټولنې د ثبتولو له پاره د اړتیا وړ سندونه عبارت دي له: د بنسټګرو غړو نوم لړ، د مالي او مدیره هیئت نوم لړ، اساسنامه، غوښتنلیک، سمبول، او یا نښان چې د یادو سندونو له پوره کیدو څخه وروسته پېل کیږي. د جمعیت د ثبتولو دفتر کتل کیږي، د جمعیت بنسټګر د یو غوښتنلیک په ترڅ کې لوی څارنوالۍ ته لیږل کیږي تر څو چې یاد شوي غړي له سیاسي او مدني حقوقو څخه  په محرومیت نه وي محکوم شوي. د ټولنې اساسنامه مطالعه او څیړل کېږي او وروسته له دې چې د یاد شو سندونو څخه ډاډ تر لاسه شو د ټولنو د قانون سره سم د فعالیت جواز لیک ورکول کېږي.  

د ټولنو د ثبتولو له پاره د ضرورت وړ سندونه:

د بنسټ ایښودونکو نوم لړ

 د مدیره هیئت نوم لړ

د مالي مسؤولینو نوم لړ

د جمعیتونو، د خیریه بنسټونو او د ټولنو نوم لړ له لاندې څخه ترلاسه کولای شي:

د جواز لرونکو جمعیتونو نوم لړ له دې ځایه تر لاسه کولای شي.

د خیریه بنسټونو نوم لړ له دې ځایه تر لاسه کولای شي.

د ټولنو نوم لړ له دې ځایه تر لاسه کولای شي.