د ویندوی دفتر او د خبر رسونې مسؤله مرجع

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د ټولیزو رسنیو د قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له حکمونو سره سم د رسنیو او هېوادوالو په وړاندې کولو ځواب ویلو څخه ژمن دی او تل د دې ادارې د خدمتونو په هکله د اطلاعاتو وړاندې کولو ته چمتو دی.

هغه محترمې رسنې چې د وزارت د فعالیتونو په برخه کې اطلاعاتو ته اړتیا لري کولای شي د وزارت د ویندوی له دفتر او د خبر د رسونو له مسؤلې مرجع سره همغږي وکړي او د خپلې اړتیاور اطلاعات د حضوري او تلفوني خبرو او نورو معمولو تګلارو له لارې ترلاسه کړي.

دغه راز هغه هېوادوال چې د دې وزارت د فعالیتونو په هکله د بېلابېلو اطلاعاتو د ترلاسه کولو غوښتونکي وي، خپلې پوښتنې دې د اطلاعاتو د غوښتنې فورم له لارې طرحه او د ویندوی د دفتر اطلاعاتو ته د لاسرسي مسؤل ته چې مشخصات او له هغه سره د اړیکو لارې د دې مخ په پای کې درج دي، وسپاري. د اړتیاور اطلاعاتو به اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون پربنسټ له ټاکلي وخت سره سم د محترمو غوښتونکو په واک کې ورکړ شي.

د اطلاعاتو د غوښتنې له فورم څخه د ګټې اخیستنې لارښود

لاندې لینک په مخ په کلیک سره، د اطلاعاتو د غوښتنې فورم دانلود او ډک کړئ. له هغه وروسته هغه د تحریراتو ریاست د مطبوعاتو د آمریت اطلاعاتو ته د لاسرسي مسؤل ته وسپارئ.

دغه راز کولای شې د ایمیل له لارې د اطلاعاتو د غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړئ. خو له هغه څخه مخکې لاندې بریښنايې لیک ته ولېږئ.

د اطلاعاتو د غوښتنې بریښنايې فورم دانلود کړئ

د اطلاعاتو د وړاندې کولو میعاد

د خبر رسولو مسؤل مکلف دی ترڅو غوښتل شوي اطلاعات ډیر ژر د لسو ورځو په موده کې تاسو ته ولېږي، د مؤجه  دلیلونو د شتون په صورت کې دغه موده تر نورو لسو ورځو پورې تمدیدیداې شي.

د خبر رسولو مسؤل د هغو افرادو شخصي اطلاعات چې (نوم، تخلص، د استوګنې د ځای، او د کار د ځای پته، د شخصي او کورني ژوندانه وضعیت، د روغتیايې سندونه، یادداښتونه، مراسلې، بانکي حساب، د تیریدو رمز او نور اطلاعات چې د هغه له رسمي دندو سره اړیکه ونه لري) په ګډون تاسو ته نه شي درکولی. رسنیو او ژورنالستانو ته د اطلاعاتو وړاندې کول او د اشخاصو د خوندیتوب او د شخصي د سر د آزادۍ د ساتني په منظور د دې حکم تابع نه دي.

ممنوعیتونه

لاندې اطلاعات وړاندې کول، ممنوع دي:

په هغه صورت کې چې خپلواکي، ملي واکمني، ځمکنۍ بشپړتیا او عامه امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
په هغه صورت کې چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د شلیدو لامل شي.
په هغه صورت کې چې د شخص سر او مال له خطر سره مخامخ شي.
په هغه صورت کې چې د جرم د کشف خنډ یا د جرم د ارتکاب د مخنیوي خنډ شي.
په هغه صورت کې چې د تورن د کشف، څېړنې او تعقیب یا په دې برخه کې د احتیاطي تدبیرونو د نیولو بهیر ګډوډ کړي.
په هغه صورت کې چې د عادلانه محاکمې یا د حکم د تنفیذ بهیر ګډوډ کړي.
په هغه صورت کې چې د شخص خصوصي حریم نقض کړي.
په هغه صورت کې چې اطلاعاتو په سوداګریزو موضوعګانې، شخصي ملکیتونو او په بانکي حساب پورې اړه ولري.

    اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پرله پسې شمېره ۱۳۵۸

    عبدالرحمن "احمدی" دخبر رسونې مسؤل

    داړیکې شمېره: 0794866252

    ایمیل آدرس: moj.afghanistan@gmail.com

    پته: دعدلیې وزارت څلورم منزل