د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت نظر

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د قانون د واکمنۍ او عدالت ته لاسرسۍ

د تقنیني سندونو د طرحې، تسوید، تدقیق، د پړاوونو د تېرولو، په خپل وخت کې د هغو د چاپ او خپرولو له لارې د افغانستان خلکو ته د عدلي حقوقي باکیفیته خدمتونو وړاندې کول، له عامه منقولو او غير منقولو شتمنیو څخه دفاع، بیوزلو مظنونو ته وړیا حقوقي مرستې، په لومړني پړاوو کې د حقوقي شخړو حل او فصل (محکمو ته د هغو له ارجاع څخه مخکې)، ټولو خلکو ته د حقوقي پوهاوي وړاندې کول او د ټولنو او سیاسي ګوندونو ثبت او د هغو د کړنو په څرنګوالي باندې څارنه، د اجراآتو په برخه کې له دولتي ادارو سره د همغږي، د بشري حقوقي مکلفیتونه، په دولتي ادارو کې د بشري حقوقي د بین المللي میثاقونو تطبیق او د حقوقي سندونو ژباړنه د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د کلیدی دندو له جملې څخه دي.

 

د عدليې وزیر ښاغلی قضاوت‌پوه فضل احمد معنوي پیغام

3 میاشتې مخکې

د عدليې وزارت سره له دې چې د تیرو ۲۰ کلونو په ترڅ کې د زیاتو بدلونونو شاهد دی او په شکلي لحاظ يې بدلون کړی دی، خو په محتوايې لحاظ زیات، ژور او اړین نوښت ته اړتیا لري. هغه زیاتې ژمنې چې عملي نه وي نه ورکوو خو په همدې حال کې زمونږ اراده صادقانه، زړه سواند او د ژمنې پربنسټ کار کول دي چې له دغو خلکو او له دې خاورې سره يې لرو. د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د تقنیني سندونو د پړاوونو د تیرولو په برخه کې د نظام د دریو قواوو ترمنځ د همغږي کوونکي بنسټ په توګه په اختصاصي ډول مؤظف دی. که څه هم د هېواد د قوانینو په لحاظ بډای یو او نه غواړو د نه تطبیق وړ قوانینو څخه له ځنګل سره مخ واوسو؛ خو په قوانینو کې د اصلاحاتو راوړل او د هغو اغیزمن کول اړین کار دی. له عامه او دولتي ملکیتونو څخه دفاع د عدليې وزارت له دندو څخه یوه بله برخه ده، عدالت د نظام د بنسټ ډبره ده او په یوه هېواد کې هر پرمختګ د هغه پربنسټ ترسره کېږي. عدليې وزارت د عدل مرجع ده او له همدې امله له زور، قانون ماتونې او بي عدالتۍ په وړاندې کلک او غوڅ دریږو.

 قضاوت‌پوه فضل احمد معنوي وزیر عدلیه
 قضاوت‌پوه فضل احمد معنوي

تازه ترین خبر هانور دلته

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۹:۸
Background image

د عدليې وزارت د دولت او خلکو د اړیکو په ټینګښت کې د ټولنیزو بنسټونو په ونډې اخېستنې باندې ټینګار وکړ

د عدليې وزارت له ټولنیزو بنسټونو سره د زیات سمون او همغږۍ په منظور د دغه وزارت په مقر کې یوه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې چې د روان کال د سلواغې په ۲۵ نېټه، د شنبې په ورځ جوړه شوه د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۸:۱۲
Background image

د عدليې وزارت د حقوقو د ادارو د اجراآتو د لارښود  طرحه وروستنۍ شوه

د عدليې وزارت د حقوقو د ادارو د اجراآتو د لارښود طرحه په یوه پنځه ورځنې برنامه کې د اړوندې کمېټې په واسطه تر خبرو او مطالعې لاندې ونیول شوه او له یو لړ لازمو اصلاحاتو څخه وروسته تائیده. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د افغانستان د عدلي او قضايې سکتور د سروې موندنې د عدليې له وزارت سره شریکې شوې

د آسیا بنسټ د افغانستان د عدلي او قضايې سکتور  (SJSA)د سروې مقدماتي موندنې چې د ولایتونو د عدليې ریاستونو د امنیتي وضعیت په ګډون د افغانستان په عدلي او قضايې نظام کې د ایمني د اغېزو د. . .

خورا ډیر کارول شوي خدمتونه

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

اطلاعاتو د لاس رسي د کميسيون ويديويي کڅوړه

د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د نشه يې توکو له قاچاقو څخه کم نه دي

ښاغلی فضل احمد معنوي د عدليې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وپېژندل شو

د ښځو ښوونه او زده کړه د ټولنې د ټولنيز او اقتصادي ودې او پرمختګ لامل کېږي

ښځې هم د اسلام د سپيڅلي دين احکامو پربنسټ او هم د‌ هېواد د نافذه قوانينو پربنسټ دمیراث مستحقې کېږي

نېکمرغه کورنۍ له تاوتريخوالي څخه پرته کورنۍ محصول ده

د ملي یووالي حکومت په دوره کې د قانون جوړونې په برخه کې د عدلیې وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې؛