د تقنیني سندونو د پړاوونو تېرولو د څرنګوالي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
لومړۍ ماده:
(۱) د تقنیني سند ابتدايي مسوده دې د اړوندې ادارې له لوري تسوید شي.
(۲) اداره مکلفه ده، چې د اړوند تقنیني سند ابتدايي مسودې د تسوید لپاره د علماوو، متخصصینو او په دې برخې کې د تجربه لرونکو مسلکي کارکوونکو کمېټه جوړه او توظیف کړي.
(۳) که چېرې د تقنیني سند تطبیق په څو ادارو پورې اړوند وي، د اړوندو ادارو د ګډ تصمیم پر بنسټ د تقنیني سند د ابتدايي مسودې د تسوید په منظور له هرې ادارې څخه د علماوو، د اړونده برخې تجربه لرونکو مسلکي کارکوونکو او متخصصينو په ګډون کمېټه جوړه او توظيف شي.
(۴) هغه اداره چې د تقنیني سند په تطبيق کې زيات مکلفيت ولري، د دې مادې په (۳) فقره کې درج شوې کمېټه دې د هغې رهبري او فعاليت تنظيم کړي.
(۵) د دې مادې په (۲ او۳) فقروکې توظيف شوې کمېټه مکلفه ده، هغو موادو ته چې شرعي اړخ ولري، فقهي مأخذونه د حنفي فقهي له کتابونو څخه پیدا او تخریج يې وکړي.
دوه يمه ماده:
(۱) وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، چې د اړوندو تقنیني سندونو ابتدايي مسودې د شرعي څېړنې، تدقیق او کره کتنې لپاره عدلیې وزارت ته ولېږي.
(۲) د عدليې وزارت مکلفيت لري، د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شويو تقنیني سندونو ابتدايي مسودې د علماوو او د قانون جوړونې او علمي- حقوقي څېړنو د مسلکي غړيو له لوري تدقيق او نهايي کړي.
(۳) د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو اړوند علمای کرام مکلف دي، چې د هغو موادو لپاره چې شرعي اړخ ولري او د اړونده ادارې لخوا يې د حنفي فقهي له کتابونو څخه تخريج شوی وي، تحقيق او تدقيق وکړي.
(۴) د عدليې وزارت مکلفيت لري چې د تقنیني سندونو تر منځ د تعارض مخنيوی وکړي.
درېیمه ماده:
(۱) د تقنیني سندونو د نهايي کتنې لپاره به مستقل کمېسيون ایجادېږي.
(۲) د عدليې وزارت مکلفيت لري، د تقنیني سندونو نهايي مسوده د بيا کتنې او د نورو پړاوونو د تېرولو په منظور د دې مادې په (۱) فقره کې درج شوي کمېسيون ته ولېږي.
(۳) د دې مادې په (۱) فقره کې درج شوی کمېسيون مکلفيت لري، له عدليې وزارت څخه راغلې د تقنیني سندونو نهايي مسودې په دقيق ډول وڅېړي او ټول اړين تصحيحات يې وکړي او د مشرتابه مقام ته یې وړاندې کړي.
(۴) د تقنیني سندونو د نهايي کتنې کمېسيون، د تقنیني سندونو د کتنې او تصحیح وروستنۍ مرجع ده، له دې وروسته مسوده د توشېح لپاره چمتو ګڼل کېږي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حضور ته د توشېح لپاره وړاندې کېږي.
(۵) د تقنیني سندونو د نهايي کتنې د کمېسيون لپاره دې ځانګړې دارالانشاء او اداري تشکيلات رامنځته شي.
څلورمه ماده:
تقنیني سندونه دې له توشېح څخه وروسته په رسمي جريده کې د خپرېدو لپاره د عدلیې وزارت ته ولېږل شي.
پنځمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.
والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده