د اشخاصو د عریضو او شکایتونو ته د رسیدګۍ  کړنلاره

لومړۍ ماده:

دغه کړنلاره د عریضو د وارسۍ د قانون د شپږویشتمې مادې په۱ جز کې په درج شوو احوالو کې د عدليې وزارت د کارکوونکو له اجراآتو څخه د حقیقي او حکمي اشخاصو عریضو او شکایتونو ته د مستقیمې رسیدګۍ په منظور وضع شوې ده.

دوه یمه ماده:

د عدليې وزارت کارکوونکو له اجراآتو څخه د اشخاصو د شکایتونو په هکله عریضې د چهارشنبې د ورځو له غرمې وروسته په (۲) بجو په مستقیم ډول د عدليې وزارت د مقام له لوري تر رسیدګۍ لاندې نیول کېږي.

درېیمه ماده:

هغه اشخاصو چې د عدليې وزارت د کارکوونکو له اجراآتو څخه شکایت ولري، کولای شي خپل شکایت په مستقیم ډول د عدليې وزارت مقام ته وړاندې کړي.

څلورمه ماده:

۱) د عریضو مدیریت مؤظف دی هغه اشخاص چې د عدليې وزارت د کارکوونکو له اجراآتو څخه شکایت ولري د مراجعې د وخت په پام کې نیولو سره د هغوی نومونه فهرست کړي او د وزارت له مقام سره د هغوی د کتنې وخت تنظیم کړي.

۲) د عریضو مدیریت د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شوي فهرست یوه یوه کاپي د وزارت امنیتي مسؤلینو  د منلو د برخې او د وزارت د مقام سکرتریت ته وړاندې کړي.

پنځمه ماده:

۱) د عدليې وزیر، مسلکي معین، اداري معین، د دولت د قضایاوو د لوی رئیس، د حقوقو د لوی رئیس، د کورنۍ پلټنې د رئیس، د سمون د رئيس، د کابل ولایت د حقوقو د رئیس، د دفتر د رئیس او په هغّه صورت کې چې له نورو مرکزي ادارو څخه شکایتونه ولري د اړونده مسؤل او د عریضو د مسؤل په ګډون په مستقیم ډول د اشخاصو شکایتونه څېړي او لازمې او مشخصې لارښوونې صادروي.

۲) که چېرې شکایت د وزارت له نورو ریاستونو څخه وي، د اړوند ریاست مسؤل دې وغوښتل شي.

شپږمه ماده:

د عریضو مدیریت مؤظف دی چې هماغې غونډه کې د عدليې د وزیر لیکلې لارښوونه ثبت او صادر کړي.

اوومه ماده:

۱) د اړوندو ادارو رئیسان مؤظف دي د اشخاصو شکایتونو ته د رسیدګۍ په غونډه کې هغه لارښوونې چې په دې برخه کې د وزارت د مقام له لوري ورته صادرېږي یاد داښت آو په دې برخه کې اجراآت وکړي.

۲)د اړوندو ادارو رئیسان مؤظف دي ترڅو د وزارت د مقام د حکمونو له تطبیق څخه څارنه وکړي او د بلې غونډې له جوړیدو څخه مخکې د اشخاصو شکایتونو ته له رسیدګۍ څخه، خپل رپوټ په لیکلي ډول د وزارت مقام ته وړاندې کړي.

اتمه ما ده:

د ولایتونو د عدليې رئیسان مؤظف دي، د اشخاصو شکایتونو ته د رسیدګۍ  د غونډې د جوړیدو په ورځ (دچهارشنبې د ورځو له غرمې څخه وروسته ۲ بجې) خپل موبایل ټلفونونه فعال وساتي.

نهمه ماده:

د خپرونو ریاست مؤظف دی د اشخاصو شکایتونو ته درسیدګۍ ترسره شوي اجراآت د یوې میاشتې د مودې په ترڅ کې، د عامه پوهاوي لپاره په عدالت مجله او د وزارت په ویبسایټ کې خپاره کړي.

لسمه ماده:

دغه کړنلاره دوزارت د مشرتابه شورا د تصویب له نېټې څخه مرعي الاجرا ده او عامه پوهاوي لپاره دې وزارت د اعلاناتو په تخته او ویبسایټ کې خپره شي.