د عدلیې وزارت د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د (۹) بستونو اعلان
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، اهل کار ته د کار د سپارلو، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه، د عدلیې وزارت لاندې (۹) بستونه:
۱. د تقنیني اسنادو د ژباړې او د رسمي اسنادو د تصدیق ریاست، د تقنیني اسنادو د (پښتو) تصحیح مسلکي غړی (۳) رتبه یو بست؛
۲. د تقنیني اسنادو د ژباړې او د رسمي اسنادو د تصدیق ریاست، د تقنیني اسنادو د (عربي) ژباړې مسلکي غړی (۳) رتبه یو بست؛
۳. د تقنیني اسنادو د ژباړې او د رسمي اسنادو د تصدیق ریاست، د تقنیني اسنادو د (انګلیسي) ژباړې مسلکي غړی (۳) رتبه یو بست؛
۴. د حقوقي مرستو ریاست، حقوقي مساعد (۴) رتبه یو بست؛
۵. د حقوقي مرستو ریاست، د حقوقي عامه پوهاوي بورډ مسلکي غړی (۴) رتبه یو بست؛
۶. د حقوقي مرستو ریاست، د حقوقي عامه پوهاوي مبلغ (۵) رتبه یو بست؛
۷. د حقوقي مرستو ریاست، د قضایاوو د ثبت مدیر (۵) رتبه یو بست؛
۸. د تقنیني اسنادو د ژباړې او د رسمي اسنادو د تصدیق ریاست، د اسنادو د تنظیم او د معلوماتو وړاندې کولو مدیر (۵) رتبه یو بست؛
۹. په کندهار ولایت کې د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د دفتر د تهیې او تدارکاتو مدیر (۵) رتبه یو بست.
له ۱۴۰۵/۷/۲۱ تر ۱۴۰۵/۸/۲ هـ.ش نېټې پورې چې د ۱۴۴۸/۵/۱ څخه تر ۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ.ق نېټې سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شويو بستونو د غوښتنلیک فورمه او لایحې له دې ځای او یا هم په حضوري ډول د دغه وزارت د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تحصیلي اسنادو، کاري تجربې او د تابعیت تذکرې کاپي) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.