د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر جلالتمآب شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب لنډ ژوندلیک

د ژوند په لومړیو کې:.

 ښاغلی شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، د دین محمد زوی او د باز محمد لمسی، په ۱۳۴۰ هجري لمریز کال د خوست ولایت د لکڼو قوم د ایوب‌خېلو په کلي کې زېږېدلی دی.

تحصیلي سوابق:

لومړنۍ زده‌کړې یې د ظاهرشاه د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د لکڼو په لېسه کې وکړې، په داسې حال کې چې د کمونیستانو له لوري د اسلام ضد خوځښتونه پیل شوي وو، چې ډېره موده به یې لاریونونه کول او علماوو ته به يې په لویو لارو کې سپکې سپورې ویلې، له همدې امله یې له عصري علومو سره یو ډول ناهیلي پیدا کړه، خو فطرتاً یې له مدرسې سره مینه وه، غوښتل یې چې په مدرسه کې دینې زده‌کړې وکړي، چې بیا یې په یاده لېسه کې زده‌کړو ته دوام ور نه‌کړ.

څرنګه چې شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، له دیني زده‌کړو سره زیاته مینه لرله، نو په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال کې د خوست ولایت په یوې ځایي مدرسې فیضان‌العلوم لکڼو کې له ځایي علماوو څخه دیني زده‌کړه پیل کړه، خو کله چې د افغانستان حالات ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې وو او کمونیستانو په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې کودتا وکړه او واک ته ورسېدل، چې واک ته له رسېدو سره یې علماء تر سخت هر اړخیز فشار لاندې ونیول، نو شیخ صاحب د ګڼو ستونزو له‌امله د همدې کال د زمري په میاشت کې د ټولې کورنۍ په ګډون پاکستان ته هجرت وکړ.

محترم شیخ صاحب د هجرت په اوږدو کې له دیني علومو سره د ډېرې علاقې او مینې له وجې په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د هنګو په کاهي مدرسه کې خپلو دیني زده‌کړو ته دوام ورکړ؛ څرنګه چې محترم شیخ صاحب د لوړ استعداد او وړتیا خاوند و، نو د خپلو زده‌کړو ترڅنګ یې په کښته درجو کې زده‌کوونکو ته لوست هم ورکاوه، له دې څخه وروسته یې د مردان ضلعې د رستم تحصیل په (دارالعلوم عربیه رستم) کې ۵ کاله دیني زده‌کړې وکړې او تکمله یې له محترمو استادانو شیخ الحدیث مولوي سید قریش باباجي رحمه‌الله او له شیخ الحدیث مولوي قاضي محمد امین صاحب رحمه‌الله سره په یاد دارالعلوم کې په لوړه درجه سرته ورسوله او وړه دوره یې له ارواښاد شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالرزاق صاحب رحمه‌الله سره په دارالعلوم عربیه رستم کې سرته ورسوله.

لوړې زده‌کړې:

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، له لومړنیو زده‌کړو څخه وروسته د لویې دورې د سرته رسولو په موخه، د پاکستان خیبر پښتونخوا نو ښار ضلعې اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیې ته ولاړ او لویه دوره یې په یاده مدرسه کې په لوړه درجه سرته ورسوله او په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې یې له حقانيې دارالعلوم څخه په بریالیتوب او لوړو نمرو د فراغت سند ترلاسه کړ.

له فراغت سره‌سم یې، (۳) کاله د هنګو په کاهي مدرسه او (۱) کال یې په ټل رحمت شاه بانډه کې چې یوه محلي مدرسه وه، د تدریس سپېڅلې چارې پرمخ یوړې؛ محترم شیخ صاحب په یادو مدرسو کې تر تکملې پورې کتابونه تدریس کړل او دلته په افغانستان کې دننه د خوست ولایت مرکز په منبع الجهاد مدرسه، د لکڼو په فیضان العلوم مدرسه او هم د مرکزي قول اردو په مدرسه کې د تکملې په ګډون وړه او لویې دورې تدریس کړې دي.

ټولنیز فعالیتونه او د ستونزو او ناخوالو ګالل:

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب د برهان الدین رباني د حکومت په دوره کې په اهل الحل والعقد شوریٰ کې د خپلې سیمې د خلکو له‌خوا وکیل وټاکل شو، کله چې د اهل الحل والعقد شوریٰ رایه د رباني لپاره اخیستل کېده، نو محترم شیخ صاحب رایه ور نه‌کړه او ناخوښي یې څرګنده کړه؛ څرنګه چې د رباني د حکومت پرمهال، په خوست ولایت کې نا امنۍ او وژنې ډېرې شوې، د خلکو آرامه او هوسا ژوند له ناخوالو او ستونزو سره مخ شو او د قومي او جهادي شوراګانو ترمنځ هم د اختلافاتو اور بل شوی و؛ نو د شیخ صاحب اخلاص، ریښتینولۍ، علمیت، نظامي او مدیریتي پیاوړتیا او لوړ استعداد ته په کتلو سره د یادو ستونزو او ناخوالو د مهارولو په موخه د خوست ولایت د ولسونو جهادي شوراګانو او د جهاد ستر سالار محترم الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه‌الله په غوښتنه او سپارښتنه د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ چارې وروسپارل شوې، چې په یادو چارو کې یې خپل مسئولیت په پوره ایماندارۍ سره اداء کړ، بیا همدغه امنیه قومانداني په خوست ولایت کې د اسلامي امارت د تحریک د خوځښت سرچینه شوه.

د یادونې وړ ده چې محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب، د اسلامي امارت په تېره دوره کې لومړی د زابل ولایت والي وټاکل شو، چې په زابل کې یې داسې مخلصانه او صادقانه خدمتونه وکړل چې د زابل د خلکو زړونه یې خپل کړل، چې بیا یې استعفاء وړاندې کړه او بیا له رسمي لیک پرته د غور ولایت د والي په توګه وروپېژندل شو چې هلته هم لاړ نه‌شو، له هغه وروسته د مشرتابه له‌خوا د زغره‌والې لوا د مسئول په توګه موظف شو چې هلته هم لاړ نه‌شو او بیا د میدان وردګ ولایت د والي په توګه وټاکل شو، خو دغه مسئولیت یې هم پر غاړه وانه‌خیست؛ د یادونې وړ ده چې محترم شیخ صاحب دغه دنده او مسئولیتونه په دې خاطر ترسره نه‌کړل چې ډېره موده یې بېلابېلې دندې ترسره کړې وې، غوښتل یې چې په کور کې لږ آرام وکړي، خو بیا هم مشرتابه د ده استعداد ته په کتلو سره محترم شیخ صاحب آرام ته پرېنښود او د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین په توګه یې وګماره، چې محترم شیخ صاحب دغه ګمارنه د یو لړ شرطونو په ایښودلو سره ومنله او د دغه وزارت د معینیت چارې یې هم په ډېره ایماندارۍ او اخلاص سره تر سقوط پورې ترسره کړې چې د دې ترڅنګ یې په مرکزي قول اردو کې د تفسیر دوره او فنون هم تدریس کول.

له سقوط وروسته یې د اشغالګرو او ګوډاګیانو پرخلاف د مبارزې په موخه، په نظامي ډګر کې خپل ملګري راټول او په عملي ډول یې سپېڅلی وسله‌وال جهاد پیل کړ، د دې مبارزې په لړ کې د امریکایانو غلامانو منحوسو جاسوسانو د محترم شیخ صاحب جهادي فعالیتونه تعقیبول، چې امریکایانو ته یې د څو ډالرو په مقابل کې د محترم شیخ صاحب د جهادي مبارزې جاسوسي وکړه، امریکایانو د داخلي غلامانو په مرسته د محترم شیخ صاحب د نیولو لپاره د ده پر کور څلور ځلې چاپه ووهله، چې په لومړۍ چاپه کې شیخ صاحب په کور کې شتون درلود، خو لله الحمد چې د الله تعالی په نصرت د هغوی چاپه ناکامه شوه او محترم شیخ صاحب ته الله تعالی د هغوی له منحوسو منګولو څخه نجات ورکړ، محترم شیخ صاحب ته په دوه‌یمه چاپه کې هم الله تعالی نجات ورکړ خو یو ورور یې ونیول شو، چې بیا د الله تعالی په نصرت سره راخلاص شو په درېیمه چاپه کې یې بیا هماغه ورور ونیول شو او نږدې (۲) میاشتې په بګرام کې بندي و او بیا په څلورمه چاپه کې د کور ټول وګړي یې بندیان کړل خو د محترم شیخ صاحب په نیولو بریالي نه‌شول؛ چې په دې وروستنۍ چاپه کې د شیخ صاحب یو وراره هم ټپي شو، که څه هم له هغه ټپ نه جوړ ‌شو خو وروسته په جهادي عملیاتو کې د امریکایانو د ډرون په حمله کې په شهادت ورسېد.

کله چې امریکایان او د هغوی ګوډاګیان د شیخ صاحب په نیولو کې ناکامه او ناهیلي شول نو د ناستې او امتیازونو وړاندیزونه یې ورته وکړل، خو محترم شیخ صاحب دغه ټولې غوښتنې او وړاندیزونه رد کړل او خپلو جهادي فعالیتونو ته یې لکه د پخوا په‌څېر دوام ورکړ؛ له یو کلنې سختې مبارزې وروسته یې، د عمرې لپاره حرمینو شریفینو ته سفر وکړ او د امارت د مشرتابه په لارښوونه په سعودي عربستان کې امارت ته د مالي مرستو د جلبولو او راټولولو په موخه د شیخ صاحب په غړیتوب څلور کسیزه کمېټه جوړه شوه چې کابو د شپږو کلونو په دوران کې نږدې (۲۰) میلیونه ریا‌له راټول او بیا یې د امارت مقام د مالي مسئول معتصم آغا په واسطه امارت ته ورکړل، چې وروسته محترم شیخ صاحب د سعودي حکومت له‌خوا تر جدي تعقیب لاندې ونیول شو، چې بلآخره په ۱۴۳۱ هـ. ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۱ نېټه ونیول شو او د دغه هېواد د محکمې له‌خوا په (۹) کاله بند محکوم شو او پر دې سربېره (۳) لکه ریاله مالي جریمه هم شو، چې یاده جریمه یې د سعودي حکومت ته هم تحویل کړه، د محکمې له‌خوا د بند د ټاکلې مودې په تېرولو سربېره نورې (۴) میاشتې یې هم په بند کې تېرې کړې؛ چې بلآخره د ۱۴۴۰ هـ. ق کال د شعبان المعظم په میاشت کې له زندان څخه آزاد او د آزادۍ په نعمت ونازول شو؛ له آزادېدو سره‌سم، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له‌خوا د رهبرۍ شوریٰ غړی وټاکل شو، چې د امارت تر راتلو پورې پر دغې دندې بوخت و او ورسره د ختیځې حوزې د ښوونې او روزنې کمېسیون رئیس هم وټاکل شو، چې نږدې تر (۱۰) میاشتو پورې یې دغه مسئولیت په ښې وړتیا سره سرته ورساوه، وروسته بیا د مشرتابه له‌خوا د ختیځې حوزې د محکمو د رئیس په توګه وګمارل شو، خو محترم شیخ صاحب د دغه مسئولیت له منلو څخه خپل عذر وړاندې کړ.

دغه راز له امریکایانو او د ناټو له غړو هېوادونو سره د توافق‌لیک مسوده، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له‌خوا د شیخ صاحب په ګډون (۵) شیوخو کرامو هر یو شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب، شیخ مولوي عبدالرشید صاحب، شیخ مولوي محمد شریف صاحب، شیخ مولوي محمد قاسم ترکمن صاحب او شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب ته د هر اړخیزه بحث لپاره سپارل شوې وه، له بشپړ بحث څخه وروسته د توافق‌لیک مسوده تاییداً عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ته راجع او د دوو اوونیو په موده کې توافق‌لیک لاسلیک شو.

کاري تجربې:

  • د رباني د حکومت په دوره کې د خوست امنیه قوماندان و، چې خدمتونه یې اوس هم د یو مثال په ډول یادېږي.
  • د اسلامي امارت په تېره دوره کې لومړی د زابل ولایت والي وټاکل شو او هلته یې داسې خدمتونه وکړل چې له هېچانه پټ نه‌دي، چې وروسته بیا د ده استعداد ته په کتلو سره د مشرتابه له‌خوا د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین په توګه وګمارل شو.
  • د امریکایي اشغال په مقابل کې په شل کلنه جهادي دوره کې تر فتحې پورې یې د رهبري شوریٰ غړیتوب درلود.
  • نږدې لس میاشتې د ختیځې حوزې د ښوونې او روزنې کمېسیون رئیس و.
  • شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب په نظامي، سیاسي او علمي ډګرونو کې د زیاتو کلونو کاري تجربې لري.
  • د هجرت په دیار کې له علماوو او سیاسونو سره د کتنې لپاره د ټاکل شوي کمېسیون سرپرست و.
  • او اوس‌مهال د عدلیې وزارت سرپرست وزیر او همداراز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ریاست هم پر غاړه لري.

لیکنې او ناچاپ آثار:

  • د منطق د مشهور کتاب قاضي شرحه، چې د تقریر قاضي په نوم یې لیکلې ده.(عربي)
  • مقدمه سلم. (عربي)
  • صرف میر. (پښتو)
  • د مأة عامل شرحه. (پښتو)

ژبې:

پښتو، دري، عربي او  اردو