د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابله‌ګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه محترمې قابله‌ګانې چې د یادې اتحادیې د ریاست پُست غوښتونکې دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د تذکرې او د اړوندې څانګې د سند له کاپي سره یوځای،  د یادې شوې اتحادیې د ریاست پُست ته د ورپېژندلو په موخه د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د عقرب (لړم) مېاشتې له ۱ څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې له ټاکل شوې نېټې څخه وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۱
Background image

د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابله‌ګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابله‌ګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه محترمې قابله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې شرکتونو یو شمېر مسئولینو د عدلیې وزارت د مقام تر سرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د افغانستان د آیودین لرونکي مالګې د تصفیې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵
Background image

د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست . . .

Back to announcements