د افغان قابلهګانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه ټولو قابلهګانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د افغان قابلهګانو د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.
په دې اساس، هغه محترمې قابلهګانې چې د یادې اتحادیې د ریاست پُست غوښتونکې دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د تذکرې او د اړوندې څانګې د سند له کاپي سره یوځای، د یادې شوې اتحادیې د ریاست پُست ته د ورپېژندلو په موخه د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د عقرب (لړم) مېاشتې له ۱ څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې له ټاکل شوې نېټې څخه وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.