د عدلیې وزارت مهمې دندې (مسوولیتونه)

دعدلیې وزارت د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت له مرکزي ادارو څخه دی، چې مهمې دندې یې عبارت دي له: 

  • د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست د فرمانونو او قوانینو د مسوداتو ترتیبول.
  • د افغانستان د اسلامي امارت د دولت له قوانینو سره سم د بهرنیو سوداګریزو پریکړه لیکونو، کنوانسیونونو، د بین المللي حقوقي قراردادونو د سمون په اړه  نظر ورکول.
  • دهغو قوانینو او مقرراتو مسودې چې د وزارتونو او ادارو له لوري طرح کېږي د هغو غوښتنه او له  نظریاتو څخه یې ارزونه او د اړوندو ادارو د کارپوهانو په مرسته دهغو مقررو او قوانینو بشپړول.
  • وزارتونو او دولتي ادارو ته قانوني اوحقوقي مشورې ورکول.
  • د دولت د مادي ګټو او ملکیتونو څخه دفاع اود اړتیا په صورت کې د دولت پر پوروړو د قانوني دعوا دایرول.
  • د حقوقو په برخه کې د عامه پوهاوي د سطحې لوړولو په اړه هڅې.
  • د جمعیتونو د اساسنامو ارزونه، ثبت او دفعالیت له پاره هغوی ته رسمي جواز ورکول.
  • دحقوقي مرستو اړوندو چارو اداره او تنظیم.
  • د معاملو د لارښونې او د عریضې لیکنې د کار د جواز لیکونو تنظیم او صادرول.
  • د تابعیت له قانون سره سم، د تابعیت د تر لاسه کولو او پرېښودلو د سندونو د قانوني پړاوونو بشپړول:
  • د قضایاو د مدیریت په سیستم کې د سوداګرۍ او د مدني قضیو ثبتول.
  • د افغانستان په قوانینو کې د هغو کنوانسیونونو د سپارښتنو تطبیق چې افغانستان ور سره الحاق کړی دی.
  • د مدافع وکیلانو د انسجام چارې او د هغوی د فعالیت د څرنګوالي، د هغوی د جوازلیکونو او صادرول او بیا نوي کول، د مدافع وکیلانو له کړنو څخه نظارت.  
  • د تقنیني اسنادو چاپ او نشر .
  • د عدلیې وزارت، د ځمکو دغصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ریاست هم پرغاړه لري.

       قوانین اومقررات چې دعدلیې وزارت له کاري چاپیریال سره مستقیمې اړیکي لري په لاندې ډول دي.

قوانین:

  • د  قضایای دولت قانون،"۱۱۱۵" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د مدافع وکیلانو قانون،"۹۳۴" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د معاملاتو د لارښوونې قانون،"۱۲۳۸" ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • د ټولنو قانون،"۱۱۱۴" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د عریضو د ارزونې قانون،"۷۸۶" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د تقنیني سندونو د انفاذ او نشر د تګلارې قانون،"۱۳۱۳"ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د قانون جوړونې د انستیتوت د چارو، د علمی کدر د غړو د امتیازونو او د حقوقو قانون،"۱۲۱۶"ګڼه رسمي جریده کې خپورشوی.
  • د افغانستان د اسلامي امارت د تابعیت قانون په ۷۹۲ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.

مقررې اواساسنامې:

  • د عدلیې وزارت د کړنو او اجراآتو د تنظیم مقرره ،"۱۳۵۰" ګڼه رسمي جریده کې خپره شوې.
  • د علمی، حقوقي څېړنو او قانون جوړونې د چارو د انستیتوت اساسنامه،"۹۲۴" ګڼه جریده کې خپور شوی.
  • د حقوقي مرستو مقرره ،"۱۳۵۵" ګڼه رسمي جریده کې خپره شوې.
  • د ټولنو (جمعیتونو) د تاسیس او ثبت د ډول مقرره،"۱۱۳۸" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.
  • د قضایاوو د مدیریت د سیستم د تنظیم مقرره،"۱۳۹۰" ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی.

کړنلارې:

د مدافعو وکیلانو  د انسجام کړنلاره، کال ۱۴۰۱.

.