د اصولي سندونو د پړاوونو تېرولو د څرنګوالي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

murtaza_admin

لومړۍ ماده:

(۱) د اصولي سند ابتدايي مسوده دې د اړوندې ادارې له لوري تسوید شي.

(۲) اداره مکلفه ده، چې د اړوند  اصولي سند ابتدايي مسودې د تسوید لپاره د علماوو، متخصصینو او په دې برخې کې د تجربه لرونکو مسلکي کارکوونکو کمېټه جوړه او توظیف کړي.

(۳) که چېرې د اصولي سند تطبیق په څو ادارو پورې اړوند وي، د اړوندو ادارو د ګډ تصمیم پر بنسټ د اصولي سند د ابتدايي مسودې د تسوید په منظور له هرې ادارې څخه د علماوو، د اړونده برخې تجربه لرونکو مسلکي کارکوونکو او متخصصينو په ګډون کمېټه جوړه او توظيف شي.

(۴) هغه اداره چې د اصولي سند په تطبيق کې زيات مکلفيت ولري، د دې مادې په (۳) فقره کې درج شوې کمېټه دې د هغې رهبري او فعاليت تنظيم کړي.

(۵) د دې مادې په ( ۲ او ۳) فقرو کې توظيف شوې کمېټه مکلفه ده، هغو موادو ته چې شرعي اړخ ولري فقهي مأخذونه د حنفي فقهي له کتابونو څخه پیدا او تخریج يې وکړي.

دوه يمه ماده:

(۱) وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، چې د اړوندو اصولي سندونو ابتدايي مسودې د شرعي څېړنې، تدقیق او کره کتنې لپاره عدلیې وزارت ته ولېږي.

(۲) د عدليې وزارت مکلفيت لري، د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شويو اصولي سندونو ابتدايي مسودې د علماوو او د اصول جوړونې او علمي- حقوقي څېړنو د مسلکي غړيو له لوري تدقيق او نهايي کړي.

(۳) د عدلیې وزارت د اصول جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو اړوند علمای کرام مکلف دي، چې د هغو موادو لپاره چې شرعي اړخ ولري او د اړونده ادارې لخوا يې د حنفي فقهي له کتابونو څخه تخريج شوی وي، تحقيق او تدقيق وکړي.

(۴) د عدليې وزارت مکلفيت لري چې د اصولي سندونو تر منځ د تعارض مخنيوی وکړي.

درېیمه ماده:

(۱) د اصولي سندونو د نهايي کتنې لپاره به مستقل کمېسيون ایجادېږي.

(۲) د عدليې وزارت مکلفيت لري، د  اصولي سندونو نهايي مسوده د بيا کتنې او د نورو پړاوونو د تېرولو په منظور د دې مادې په (۱) فقره کې درج شوي کمېسيون ته ولېږي.

(۳) د دې مادې په (۱) فقره کې درج شوی کمېسيون مکلفيت لري، له عدليې وزارت څخه راغلې د اصولي سندونو نهايي مسودې په دقيق ډول وڅېړي او ټول اړين تصحيحات يې وکړي او د مشرتابه مقام ته یې وړاندې کړي.

(۴) د اصولي سندونو د نهايي کتنې کمېسيون، د اصولي سندونو د کتنې او تصحیح وروستنۍ مرجع ده، له دې وروسته مسوده د توشېح لپاره چمتو ګڼل کېږي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حضور ته د توشېح لپاره وړاندې کېږي.

(۵) د اصولي سندونو د نهايي کتنې د کمېسيون لپاره دې ځانګړې­ دارالانشاء او اداري تشکيلات رامنځته شي.

څلورمه ماده:

اصولي سندونه دې له توشېح څخه وروسته په رسمي جريده کې د خپرېدو لپاره د عدلیې وزارت ته ولېږل شي.

پنځمه ماده:

د غه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

و السلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده

خورا ډیر کارول شوي خدمتونه