د عدلیې وزارت مسلکي معين د فراه او نيمروز ولايتونو له عدلیې ریاستونو څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۰:۴۹
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي په تېره اوونۍ کې، فراه او نيمروز ولایتونو ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغو سفرونو په ترڅ کې د فراه او نيمروز ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

دغه راز د عدلیې وزارت محترم مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د یادو ولایتونو، عدلیې ریاستونو له کارکوونکو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د یادو ولایتونو د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدليې وزارت محترم مسلکي معین د یادو ولایتونو یو شمېر مدافع وکیلانو سره  هم ناستې جوړې کړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS