د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام پیاوړتیا پر هر مسؤول لازم دي.

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د رئیسانو او د مقام د مشاور د پېژندنې مراسم د ذوالحجې میاشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، مسلکي معین محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، مرکزي رئیسانو او د دغه وزارت د نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شول.

د عدلیې وزیر په دغو مراسمو کې وویل چې په نظام کې تغییر او تبديل یو اصل دی او اړتیا ده چې هر فرد په خپل کار کې اخلاص، صداقت او مسؤولیت‌پذیري ولري. نوموړي مسؤولینو ته توصیه وکړه چې خپلې کاري چارې د مشورې او همغږۍ له لارې پرمخ یوسي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي زیاته کړه، هیله یې دا ده چې هر فرد نظام لپاره داسې کار وکړي چې ګواکې د ځان لپاره کار کوي؛ ځکه دا نظام د ټولو دی او خدمت لپاره هم شرایط برابر دي.

د عدلیې وزارت مسلکي معین هم په دغو مراسمو کې د یاد وزارت د بېلابېلو برخو د رئیسانو او مسؤولینو فعالیتونه وستایل او نویو رئیسانو ته یې د بریا هیله وکړه.

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست پخوانی مرستیال، محترم شیخ الحدیث مولوي رکن الدین عتیق د دغه وزارت د مقام د مشاور په توګه، د حقوقي مرستو پخوانی رئیس، محترم مفتي ضیاءالحق ثاقب د مدافع وکیلانو د رئیس په توګه او د کابل د امارت د قضایاوو پخوانی رئیس، محترم مولوي عبدالله کالف د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست د کار او ادارې د قوانینو د ریاست د رئیس په توګه تعیین شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه. . .

BACK TO NEWS