د کارموندې خبرتیا

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۳۸
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  لپاره د مالي او اداري ریاست د کلوپ مدیریت د آشيز/ پخوونکی (اووم رتبه) دوه بستونو د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۶/۲۸ تر ۱۴۰۳/۷هـ . ل چې  ۱۴۴۶/۳/۱۵ الی۱۴۴۶/۳/۲۶هـ . ق  سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: آشپز/ پخوونکی

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د دندې موخه: له مهال ویش او اړوند مقام له لارښوونې سره سم د وزارت کارکوونکو ته خوړو پخول.

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

  • تخصصي دندې:
  1. د وزارت کارمندانو لپاره د هېواد، هرډول دودیزه خوړه پخول.
  2. طعام خانې مدیر مسوول او د پېرودولو پلاوي ته په ټاکل شوي وخت د خوړو  پخولو له پاره د اړتیا وړ توکو اندازه او سفارش؛
  3. د ناروغیو د نه خپرېدلو او د کارکوونکو د روغتیا ساتلو په منظور د پخلنځای او اړوندو وسایل حفظ او رعایت؛
  4. د بیاځل خوړو پخولو د مخنیوي په منظور د مدیر مسوول لخوا د ترتیب شوې مینو (تابلو) سره سم د خوړو پخول؛
  5. د پخلي په وخت کې د نظافتي چارو رعایت او تنظیم؛
  6. د نظم ، پاکۍ د ساتلو او  په وخت او منظم ډول کارکوونکو ته خوړو ویشلو له پاره له پاره تر اثر لاندې خدماتي کارکوونکو ته سالمه لاښوونه؛
  7. د اوومه خوړیز توکو د کمیت او کیفیت او په عادلانه ډول کارکوونکو ته د خوړو ویشلو او پخولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  • مدیریتي دندې:
  1. د پخلنځي د وسایل او کاري تجهیزاتو څخه مراقبت او ضایع او تخریب څخه یې مخنیوی؛
  2. د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
  3. د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو او د وزارت له  موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول؛
  • د همغږۍ دندې :
  1. د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو څانګو، مدیرانو او همکارانو سره همغږي.

داستخدام شرایط (د تحصیل کچه  او کاري تجربه):

  1. لږ تر لږه د دندې اړوند درې کلنه تجربه؛
  2. تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یا د مهارت او تجربې درلودل؛
  3. له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
  4. (دري او  پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies