د کارموندې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام لپاره د مالي او اداري ریاست د کلوپ مدیریت د آشيز/ پخوونکی (اووم رتبه) دوه بستونو د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۶/۲۸ تر ۱۴۰۳/۷/۸هـ . ل چې ۱۴۴۶/۳/۱۵ الی۱۴۴۶/۳/۲۶هـ . ق سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: آشپز/ پخوونکی
بست: (۷)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
د دندې موخه: له مهال ویش او اړوند مقام له لارښوونې سره سم د وزارت کارکوونکو ته خوړو پخول.
د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:
- تخصصي دندې:
- د وزارت کارمندانو لپاره د هېواد، هرډول دودیزه خوړه پخول.
- طعام خانې مدیر مسوول او د پېرودولو پلاوي ته په ټاکل شوي وخت د خوړو پخولو له پاره د اړتیا وړ توکو اندازه او سفارش؛
- د ناروغیو د نه خپرېدلو او د کارکوونکو د روغتیا ساتلو په منظور د پخلنځای او اړوندو وسایل حفظ او رعایت؛
- د بیاځل خوړو پخولو د مخنیوي په منظور د مدیر مسوول لخوا د ترتیب شوې مینو (تابلو) سره سم د خوړو پخول؛
- د پخلي په وخت کې د نظافتي چارو رعایت او تنظیم؛
- د نظم ، پاکۍ د ساتلو او په وخت او منظم ډول کارکوونکو ته خوړو ویشلو له پاره له پاره تر اثر لاندې خدماتي کارکوونکو ته سالمه لاښوونه؛
- د اوومه خوړیز توکو د کمیت او کیفیت او په عادلانه ډول کارکوونکو ته د خوړو ویشلو او پخولو څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- مدیریتي دندې:
- د پخلنځي د وسایل او کاري تجهیزاتو څخه مراقبت او ضایع او تخریب څخه یې مخنیوی؛
- د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
- د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو او د وزارت له موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول؛
- د همغږۍ دندې :
- د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو څانګو، مدیرانو او همکارانو سره همغږي.
داستخدام شرایط (د تحصیل کچه او کاري تجربه):
- لږ تر لږه د دندې اړوند درې کلنه تجربه؛
- تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یا د مهارت او تجربې درلودل؛
- له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
- (دري او پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.