په مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۳۷
.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په بلخ زون کې د بلخ ولایت په مرکز، مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي د ځمکې اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره یې د یادې ځمکې، (۲۷۶۱.۷) دوه زره اووه سوه یو شپېته اعشاریه اووه جریبه امارتي او ۱۰ جریبه یې شخصي تثبیت کړه.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په مزارشریف ښار کې د خالد بن ولید ښارګوټي د (۲۷۷۱.۷) دوه زره اووه سوه یو اویا اعشاریه اووه جریبه ځمکې موضوع مخکې له دې بررسي کړې وه او د ځمکې د متصرفینو د نه‌قناعت له امله یې موضوع رسماً د بلخ زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارله.

یادې محکمې د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو په کره بررسۍ او د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په اړه له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستلو سره، د ۱۰ جریبه ځمکې اړوند اسناد او قبالې چې د محفوظ ثبت یې درلود، معتبرې اعلام کړلې او په هغو کې شاملې ځمکې یې شخصي تثبیت کړې. دغه راز د بلخ زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، د متصرفینو نور سندونه چې په هغو سره یې د یاد ښارګوټي پر پاتې ځمکه د ملکیت ادعا لرله، باطل وګڼل شول او یاده ځمکه امارتي ثابت شوه.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون  په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.