د عدليې محترم وزير شيخ عبدالحکيم شرعی صاحب پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده، أما بعد!

فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم (اِنَّ اللهَ يَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّ الْأَمَانَاتِ اِلَی أَهْلِهَا وَ اِذَا حَکَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوْا بِالْعَدْلِ. الآية و في موضع آخر: اِعْدِلُوْا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَی.الآية

د عدليې وزارت بلکې ټول ارګانونه د محتوی له مخې ډېر ژور او اړين نوښت ته اړتيا لري، ځکه چې په تېره شل کلنه دوره کې ټولې ادارې او ارګانونه د فساد، رشوت او د خلکو د زورونې د مرکزونو په توګه کارېدل، د اولس سره عدل او انصاف نه کېدو، زورواکي او واسطې وې چې حق حقدار ته نه سپارل کېدو، د هيچا مال، عزت او ناموس خوندي نه و، ملي شتمنۍ لوټ شوې وې، کوم تعهدات او ژمنې چې عملي نه وي هغه مکر، فريب او له خپل اولس سره خيانت بولم، زموږ اراده رښتونې ده  او له خپلو شريفو خلکو او خاورې سره د مهربانۍ او ژمنې پربنسټ کار کوو، غواړو چې پر خپله خاوره شرعي نظام پلي کړو، د خپل اولس خدمت وکړو او په هر کار کې مو يواځينۍ موخه د الله تعالی جل جلاله رضا ده، زموږ اساسي قانون کتاب الله، سنة رسول الله صلی الله عليه وسلم او په اجتهادي مسائلو کې حنفي فقه ده، موږ د خپلو اسلامي قوانينو له مخې بډای يو او نه غواړو چې د بهرنيو هيوادونو له قوانينو څخه په اقتباس شويو او د اسلامي شريعت، ملي ګټو او مصالحو سره ټکر قوانينو باندې  تمرکز وکړو، په دې اساس د قوانينو ارزول او د اصلاحاتو راوستل اړين کار دی.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د تقنيني سندونو د طی کولو په برخه کې د نظام د ټولو ادارو ترمنځ د همغږۍ راوستلو د بنسټ په توګه په ځانګړي ډول  مسؤليت لري، له عامو او دولتي ملکيتونو څخه ساتنه زموږله ژمنو او مسؤليتونو څخه دي، عدالت د نظام بنسټ او اساس دی چې په هيواد کې ټول مشروع پرمختګونه په همدې بنياد ترسره کيږي.

د عدليې وزارت ژمن دی چې اړوند مسؤليتونه هيوادوالو ته په پوره صداقت او ايماندارۍ وړاندې کړي او په هر اړخيزه توګه د هيوادوالو ستونزو ته د اسلامي شريعت او قانون په رڼا کې د حل لار ولټوي.

په درنښت

د عدليې سرپرست وزير

شيخ عبدالحکيم(الشرعي)