بسم الله الرحمن الرحیم

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۱۶
.

په وزارتونو او امارتي ادارو کې د مراجعینو لپاره د آسانتیا د برابرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

ګڼه: (۴۱)                                                                                                                                                     نېټه: ۱۴۴۴/۱۱/۷ هـ.ق

مطابق: ۱۴۰۲/۳/۶ هـ.ش

عن أبي الشماخ الأزدي، عن ابن عم له من أصحاب النبي صلی الله علیه وسلم، أتی معاویة فدخل علیه، فقال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: " مَنْ وَلَيَ أَمْرًا مِنْ أَمْرِ النَّاسِ ثُمَّ أَغْلَقَ بَابَهُ دُونَ الْمِسْكِينِ وَالْمَظْلُومِ أَوْ ذِي الْحَاجَةِ، أَغْلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى دُونَهُ أبْوَابَ رَحْمَتِهِ عِنْدَ حَاجَتِهِ وَفَقْرِهِ أَفْقَرَ مَا يَكُونُ إِلَيْهَا" ( أخرجه أحمد)

ژباړه: ابو الشماخ الأزدي رحمه الله تعالی د خپل تره له زوی څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي (رضی الله عنه) دی روایت کوي چې هغه معاویه رضی الله عنه ته ورغی او ورته ویې ویل، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي: چاته چې د مسلمانانو په چارو کې کوم کار وسپارل شي بیا یې خپله دروازه د مسکین، مظلوم او اړمن کس پر مخ وتړله الله تعالی به د هغه د حاجت او فقر پر مهال د خپل رحمت دروازې وتړي، داسې مهال چې هغه به د الله تعالی رحمت ته تر هر وخت ډېره اړتیا لري.

و في روایة الترمذي: فجعل معاویة رجلا علی حوائج الناس.

ژباړه: نو له دې وجې څخه معاویة رضی الله تعالی عنه د خلکو د حوائجو پوره کولو لپاره یو کس مؤظف کړ.

د پورتینو روایتونو له مخې، لاندې مراتب منظوروم:

لومړۍ ماده:

 د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، سترې محکمې، محکمو، ولایتونو، ولایتي ریاستونو، امنیه قومندانیو، ولسوالیو او د نورو امارتي ادارو مسوولین مکلف دي، چې اړوندو وزارتوو او ادارو ته د مراجعینو د منلو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو په مستقیم ډول خپلې ستونزې مسوولینو ته وړاندې کړي.

دویمه ماده:

(۱) که چېرې د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعو مسوولین د چارو د تراکم او زیاتوالي له امله، و نه‌کړای شي له مراجعینو سره وګوري او ستونزې یې واوري، نو خپل یو استازی دې له مراجعینو سره د کتنې او د هغوی د ستونزو د لرې کولو لپاره توظیف کړي.

(۲) د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعو مسوولین مکلف دي، چې ډېر ژر د مراجعینو عریضو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.

درېیمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

والسلام

امیرالمؤمنین شېخ القرآن و الحدیث

مولوي هبة الله اخندازده