په لوګر ولایت کې څه باندې ۱۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابت شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۱:۴۷
.

د مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د لوګر ولایت د مرکز په قلعه وزیر دښته کې پر یو زرو شپږسوه دولس جریبه، دولس بسوې او یوې بسواسې ( ۱۶۱۲جریبه او ۱۲ بسوې او ۱ بسواسې) ځمکه د اشخاصو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د مالکیت ادعا په بررسۍ سره، یاده ځمکه امارتي تثبیت کړه او د اشخاصو او افرادو ادعا یې باطله اعلام کړه.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون وروسته له هغې چې یو شمېر اشخاصو په دې امارتي ځمکه د مالکیت ادعا مطرح کړه، موضوع بررسي کړله او دوسیه یې د وروستۍ پرېکړې په موخه د مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارله.

یادو اشخاصو په دې ادعا چې یاده ځمکه د هغوی ملکیت ده او کابو ۱۸۰ کاله مخکې د وخت حکومت لخوا د هغوی نیکونو ته ورکړل شوې، یو شمېر سندونه او مدارک وړاندې کړې وو او اختصاصي محکمې ټول سندونه او مدارک په دقیق ډول بررسي کړل. دغه راز محکمې په سندونو کې یاد شوي حدود بررسي کړل چې تر ادعا لاندې ځمکې سره یې مطابقت نه درلود او د هغوی سندونو د محفوظ ثبت هم نه درلود. دغه راز تر ادعا لاندې ځمکه په امارتي قطعه کې شامله وه، د «دولتي ځمکې» په عنوان تصفیه شوې وه او د دولت په تصرف کې هم وه او هیڅ ډول شخصي تصرفاتو پکښې شتون نه درلود.

د مرکز زون اختصاصي محکمې د سندونو له کره بررسۍ او د دواړو لورو د دلایلو له اورېدلو څخه وروسته، پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ملکیت ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوې کمېسیون لخوا دې د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه  د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.