د کارموندې خبرتیا

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۵:۱۸
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د عدليې وزارت د اړتیا وړ ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام  له پاره د خپل د د بشري سرچینو ریاست د مالي او تدارکاتي ښوونکي (۳) رتبه یو بست له  ۱۴۰۳/۶/۲۵ تر ۱۴۰۳/۷/۴ هـ .ش  چې له ۱۴۴۶/۳/۱۲ تر ۱۴۴۶/۳/۲۲ هـ .ق نېټې سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: مالي او تدارکاتي ښوونکي

بست: (۳)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده برخه: د بشري سرچینو ریاست

موقعیت: کابل

د بست شمېر: (۱) بست

راپور ورکول: د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر

د دندې موخه: له اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د کارمندانو کاري مهارتونو لوړولو په موخه مالي او تدارکاتي زده کړه ییزې برنامې جوړول او وړاندې کول؛

صلاحیتونو او د دندې مسؤولیتونه:

تخصصي دندې:

1.له مرکزي او ولایتي ریاستونو څخه د راټولو شویو اړتیاو د پایلو او د ادارې د اړتیا لېدنې په اساس د زده کړه ییز پلان ترتیبول.

2.د زده کړو د آمریت په همغږۍ د معیاري زده کړه ییزو موادو ترتیب او تدوین.

3.د وزارت د مرکزي او ولایتي کارمندانو د پوهې کچې او مهارتونو لوړولو په موخه د مالي او تدارکاتي زده کړه ییزو برنامو جوړول او وړاندې کول.

4.له زده کړه ییزې برنامې څخه د ښې زده کړې په غرض د عصري او اغیزمنو میتودونو کارول.

5.څېړنیزو مرکزونو، کتابتونونو او نورو اکاډمیکو بنسټونو ته د مراجعې له لارې د زده کړه ییزو موادو پراختیا، بډایه کول او نوي کول.

6.له اړوندې څانګې سره د کارمندانو د زده کړه ییزو اړتیاو تشخیصولو او اړتیا سنجولو لپاره د اړتیا سنجونې په پروسه کې همکاري او برخه اخیستل.

7.د زده کړو معیاري کولو او د وزارت د کارمندانو ظرفیت لوړولو په موخه، د اړوندې برخې په کاري غونډو کې ګډون او د ګټه‌ورو نظریاتو او مشورو وړاندې کول.

مدیریتي دندې:

8.د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره؛ د ادارې له عمومي پلان سره سم د اړوند آمریت د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیب.

9.د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلنی او د اړتیا پر مهال د راپور وړاندې کول.

10.د قوانینو، مقررو او د وزارت د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول.

د همغږۍ دندې:

11.د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمینول.

د استخدام شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):

تحصیلي څانګه:

لږ تر لږه: په اسلامیاتو، شرعیاتو، حقوق، اقتصاد، مالي مدیریت، اداره او سوداګرۍ، اداره او عامه پالیسۍ، عمومي مدیریت او د زده کړو مدیریت په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل، پورته څانګو کې لوړو درجو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه: د دندې اړوند لږ تر لږه دوه کاله.

لازم مهارتونه:

  • د هېواد په یوې (پښتو یا دري) رسمي ژبه تسلط.
  • د دندې اړوند برنامو له کمپیوټري مهارتونو سره بلدتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي او په دقیق ډول د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies