د ټولنو د قانون طرحه له ټولنیزو بنسټونو سره شریکه شوه
![.](/sites/default/files/2020-11/jamiatsrefweb1.jpg)
د عدليې وزارت، د ټولنو د قانون طرحه د دغې طرحې د بډاينې په منظور په هېواد کې د فعالو ټولنیزو بنسټونو له یو شمېر مسؤلینو سره مشورې او نظر غوښتنې ته کېښوده.
د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکترې زکيې عادلي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه وزارت کې جوړه شوه د دې قانون د بیاکتنې د اهمیت په باره کې خبرې وکړې او د ټولنیزو بسټونو له استازو څخه يې وغوښتل چې د ټولنو د قانون طرحه دې په دقت سره بیا وګوري او خپلې نظريې دې له دغه وزارت سره شریکې کړي.
![.](/sites/default/files/inline-images/jamiatsrefweb2_0.jpg)
په دې غونډه کې، د ټولنو د قانون د بیاکتنې کمېټې غړو د دغې طرحې د پړاوونو د تېرولو او چمتو کولو د څرنګوالي په باره کې هم خبرې وکړې.
په همدې حال کې په عدليې وزارت کې له ثبت شوو ټولنیزو بنسټونو مسؤلانو او استازو خپلې نظريې په دې غونډه کې منسجمې کړې او هغه يې له دغه وزارت سره طرحه کړې.
د یادونې وړ ده چې د عدليې وزارت د ټولنو د قانون د بیاکتنې طرحه د ځېنو هغو ابهاماتو په دلیل چې د ټولنو په نافذ قانون کې شتون لري، سږ کال برابره کړې ده. د دې قانون د بیاکتنې او تعدیل کمېټې له څلورو میاشتو را پدې خوا د ټولنو د قانون په بیا کتنې باندې کار پیل کړی دی. دغې کمېټې په ټولنو پورې د ټولو اړوندو قوانینو، د بیلابیلو هېوادونو د قوانینو د تطبیقي مطالعې، د افغانستان د ټولنې د اړتیاوو په بررسۍ او له کارپوهانو، ښکیلو بنسټونو او اړوندو مسؤلانو سره په مرکې سره، د دې قانون طرحه برابره کړې ده.