په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۷
.

د جوزجان ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه. 
د تخنیکي په دې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز په ترناب ازبکيه کلي کې د ۷۶،۱۹ جریبه ځمکې، د صوفي قلعه  ساحې د ۲۵ جریبه ځمکې او د جګدلک کلي د ۲۱۳ جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې یادې دوسیې بشپړې شي.
په دې غونډه کې د يادو شويو دوسېو تر څنګ د ځمکو د غصب  اړوند يو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS