د عدليې وزارت اداري معین بلخ ته په خپل سفر کې د قوانینو په یوشان تطبیق باندې ټینګار وکړ
د عدليې وزارت اداري معین محترم ګل محمد ګلزي د یوه هیئت په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ او د هېواد د شمال زون د عدليې ریاستونو له مسؤلانو سره په کتنه کې يې، د قوانینو د سم او یوشان تطبیق باندې ټینګار وکړ.
د عدليې وزارت اداري معین د روان کال د تلې د میاشتې په ۲۲، د سه شنبې په ورځې د عدليې وزارت او د شمال زون ولایتونو د عدليې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې د ګډون په منظور بلخ ولایت ته سفر وکړ. په دې غونډه کې د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس او د حقوقو لوی رئیس، د بلخ او سمنګانو ولایتونو د عدليې رئیسانو او د شمال زون د ولایتونو د دولت د قضایاوو او د حقوقي مساعدتونو مسؤلانو هم شتون درلود.
محترم ګل محمد ګلزي په دې غونډه کې په مسلکي، اداري او تدارکاتي، تشکیلاتو، اړیکو او د همغږي د پیاوړتیا په برخه کې د ریاستونو د اجراآتو بهیر بررسي کړ.
هغه دغه راز ادارو د ملاتړ او همکارۍ د جلب د څرنګوالي او د ستونزو د پېژندنې په باره کې خبرې وکړې او د قوانینو په سم او یو شان تطبیق باندې يې ټینګار وکړ.
د عدليې وزارت اداري معین د بلخ ولایت د خپل سفر په بهیر کې د دغه ولایت د ولایتي شورا له رئیس ډاکتر محمد افضل حدید سره هم وکتل او خبرې يې ورسره وکړې. دواړو لورو په دې کتنه کې د محکمو د قطعي او رووستنیو حکمونو او د دولت د قضایاوو د استردادي قرارونو د تطبیق په لاره کې د عدليې وزارت د اجراآتو د څرنګوالي په باره کې خبرې وکړې.
هغه دغه راز د ښيې حکومتوالۍ، له اداري فساد سره د مبارزې او روڼتیا په کار کې د عدليې وزارت د موخو په تحقق کې د ولایتي شورا د استازو همکاري مهمه وبلله.
د عدليې وزارت اداري معین او ملګري هیئت يې د خپل دغه سفر په بله برخه کې د حقوقي ستاژ د فراغت په هغې برنامه کې چې د عدليې وزارت له لوري د GIZ دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې په همکارۍ جوړه شوې وه، ګډون وکړ. د ستاژ دغه ۱۵ ورځني دوره د بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګانو او د بغلان د ولایتونو د ولسوالیو د حقوقو، د دولت د قضایاوو او د حقوقو د ۳۵ تنو آمرانو او مدیرانو لپاره جوړه شوه.
د عدليې وزارت اداري معین د بلخ ولایت د عدليې ریاست هم وکوت او د دې ریاست د بیلابیلو برخو د اجراآتو بهیر يې بررسي کړ. هغه د بلخ د عدليې ریاست د مسؤلانو او د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونو هم واوریدل او د هغو د حل لپاره يې هم لارښوونې وکړې.