ښاغلی فضل احمد معنوي د عدليې وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وپېژندل شو.
![.](/sites/default/files/2020-09/manawiintro1.jpg)
ښاغلی قضاوتپوه فضل احمد معنوي د جمهوري ریاست د عالي مقام د جلا حکمونو پربنسټ د عدليې وزارت د نوماند وزیر او سرپرست په توګه وټاکل شو، پرون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د جمهوري ریاست د دویم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش له لوري، د افغانستان د دولت د اوسنيو او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو، په ملي شوري کې د خلکو د استازو او د عدليې وزارت د معینانو، رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې وپېژندل شو.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال د عدليې وزارت د سرپرست د پېژندلو پر مهال، دغه وزارت یې یو له کلیدي بنسټونو او د حکومت، پارلمان او قضائیه قوې تر منځ د نښلېدو ټکی وباله، او ټینګار يې وکړ چې د عدليې وزارت د دولت په لویو پالیسیو کې مهم رول لري.
![.](/sites/default/files/inline-images/manawiintro3.jpg)
هغه فضل احمد معنوي ته د عدليې وزارت د سرپرست په توګه د مبارکۍ تر څنګ وویل چې هغه د عدلي او قضايې په برخه کې ښې تجربې لري، او د بریا هیله يې ورته وکړه.
په دې مراسمو کې د عدليې وزارت سرپرست ښاغلي قضاوتپوه فضل احمد معنوي ژمنه وکړه چې د مونږ اراده ژورو او اړینو اصلاحاتو او نوښتونو ته ټینګه ده. هغه د قانون جوړونې په برخه کې د عدليې وزارت رول مهم وباله او ویې ویل چې افغانستان د قوانینو له پلوه بډایه هېواد دی. د عدليې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې خپلې کاري دوره کې به فساد او له موقف څخه ناوړه ګټې اخیستنې ته په هېڅ ډول اجازه ورنکړي.
![.](/sites/default/files/inline-images/manawiintro2.jpg)
هغه د عدليې وزارت د پخواني وزیر د شپږ کلنۍ کاري دورې له کړنو څخه هم ستاینه وکړه.
همداراز په دې مراسمو کې دکتور عبدالبصیر انور د عدليې وزارت پخواني وزیر د تېرو شپږو کلونو په لړ کې د دې وزارت د عمده لاسته راوړنو د وړاندې کولو ترڅنګ، د عدليې وزارت نوي سرپرست وزیر ته د بریا هيله وکړه.
![.](/sites/default/files/inline-images/manawiintro4.jpg)
په دې مراسمو کې ښاغلي عبدالحکیم منیب د حج او اوقافو پخواني وزیر هم وینا وکړه او د عدليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ته یې د بریاوو استدعا وکړه.