د ميدان وردګو په ولايت کې د غضب شوو ځمکو د استرداد په منظور د همغږۍ کمېته رامنځته کېږي
د .ا.ا.ج د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې ډاکټرې ذکې عادلي، له ملګري هيئت سره يې د ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ او ددغه ولايت د عدليې رياست او د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز يې وکتل.
هغې دغه راز په هغې غونډه کې چې د والي او د دولتي ادارو د رئيسانو په شتون د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه ګډون وکړ او د دولتي ادارو ترمنځ د متقابلو همکاريو او همغږۍ او په دې برخه کې د شته ستونزو په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د غضب شوو ځمکو د استرداد او په دې برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو په منظور لارښوونه وشوه چې د عدليې ریاست، ښاروالۍ او د اراضۍ د ادارې ترمنځ د همغږۍ يوه کمېته رامنځته شي.