په تېر یونیم کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۵۷
.

مولوي احسان الله وثیق، د ځمکو  له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون سکرتر د یاد کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته په زده کړه ییز سیمینار کې وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه غصب شوې یا د غصب تر ګواښ لاندې ځمکه استرداد شوې او د ځمکو په بانک کې ثبت شوې ده.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، د ۳۴ ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص تخنیکي هيئتونو لپاره شپږ ورځنی زده کړه ییز سیمینار نن دوشنبه، د شوال د میاشتې په ۱۳ نېټه د ملکي خدمتونو انستیتوت په تالار کې جوړ کړ. د یاد سیمینار د پرانیستې په مراسموکې، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د عدليې وزارت نورو رئیسانو او مسؤولینو ګډون درلود.

مولوي احسان الله وثیق ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې، له غاصبانو څخه د غصب شوې ځمکې راګرځول چې څو کاله یې په تصرف کې وه ډېر ستر کار دی او کمېسیون او تخنیکي هیئتونو دا کار ترسره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې نن په ټول افغانستان کې خلک د هېواد په کچه د محمد داوود خان (پخوانی رییس جمهور) کارونه له دې جملې د کادستري قطعاتو تعیین او د ځمکو ثبت یادوي او وایي چې هغه ستر کارونه کړي دي. نوموړې زیاته کړه چې نن ورځې تخنیکي هیئتونو او کمېسیون د هغه وخت په پرتله ستر کارونه ترسره کړي؛ لکه د ځمکو تصفیه ساده کار نه ده او دا کار په به تاریخ کې پاتې شي.

د امارت د قضایاوو لوی رئیس او د کمېسیون سکرتر وویل چې د یاد کمېسیون د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه غصب شوې او یا د غصب تر ګواښ لاندې ځمکه استرداد او د ځمکو په بانک کې ثبت کړې ده.

نوموړي زیاته کړه سره له دې چې د تخنیکي هیئتونو زیاتې اداري ستونزې حل شوي، یو شمېر وړې ستونزې پاتي او کمېسیون هڅه کوي چې ژر تر ژره یې حل کړي.

له بلې خوا په دغو مراسمو کې د سترې محکمې استازي، شیخ عبدالصمد حقاني د کمېسیون له ولایتي تخنیکي هیئتونو څخه وغوښتل چې په خپلو کارونو کې لازم دقت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د اراضۍ نظام په تېرو څو لسیزو کې بې نظمه شوی او پراخې اراضې او حتی غرونه او دښتې چې د عام ولس ګټې اخیستنې لپاره وې، غصب شوي دي.

نوموړي وویل چې په ورته وخت کې خلک په ځانګړي توګه مهاجرین، کوچیان او د ټولنې نور قشرونه سرپناه غواړي او هغو ته د ځمکو له تصفیې پرته سرپناه ورکول ناشونې ده. د نوموړي په وینا کمېسیون موظف دی ترڅو دغه ځمکې تصفیه کړي او د اراضۍ نظام منظم کړي.

یاد سیمینار د کرنې، عدلیې، ښار  جوړولو، او سرحدونو رئیسانو او د ولایتونو تخنیکي هیئتونو نورو غړو په شمول څه باندې ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته جوړ شوی چې ۶ ورځې به دوام وکړي. په دې سیمینار کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون، د امارتي غصب شویو ځمکو قضایاو ته رسیدګۍ اختصاصي محکمې شرعې اصولنامه، په ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص لارښوود او نورو اړینو سندونو او مواردو په اړه توضیح ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS