د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز صادر کړی دی

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۴۵

د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۵۹ جواز لیکونه نوي او ۵ نور یې تمدېدي ول.

دغه جواز لیکونه د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست له لوري له پړاوونو تېر او صادر شوي دي. همدا راز دې وزارت ۲۷ تنو نورو غوښتونکو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۲۵ جواز لیکونه نوي او ۲ نور يې تمدېد شوي دي.

د عدلیې وزارت په دې موده کې ټولنو او خیريه بنسټونو ته د فعالیت د ۹۱ جواز لیکونو له صادرولو څخه ۸۷۵ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحويلې کړي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام د ریاست د بررسۍ هیئت په دې موده کې د ټولنو او خیریه بنسټونو ۵۳ دفترونه او د هغو کړنې یې څارلي او کنترول کړي  او له ۴۰ څخه زیاتې ټولنې او خیریه بنسټونه يې غیر فعاله تثبیت کړي دي.

دغه ریاست د ټولنو او خیریه بنسټونو د سندونو د پړاوونو د تېرولو په برخه کې هم یو لړ آسانتیاوې را منځ ته کړي چې له دې جملې څخه د خیریه بنسټ د جواز لیک د غوښتونکي لخوا د بانکي سټيټمنټ له ۲ میلیونه افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته راښکته کیدل، په دې اداره کې د ټولنو او خیریه بنسټونو د ثبت لپاره د یو منظم ډیټابېس جوړول او په حرفوي، صنفي او تخصصي برخو کې حقیقي اشخاصو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک ورکول یادولای شو.Top of Form

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ښار د معاملاتو د لارښوونو د اتحادیې د حقوقي پوهاوي ورکولو په سیمینار کې د انسجام د لوی رئیس ګډون

د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوی عبدالصمد عمري او له هغه سره مل پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په ۳ نېټې د دوشنبې په ورځ د حقوقي پوهاوي ورکولو په سیمینار کې چې د کابل ښار د معاملاتو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته، د ربیع الاول د میاشتې په ۵ نېټې د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۳:۳۴
Background image

د کاپیسا ولایت په یو مسلکي انستېتوت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامې جوړول

د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د ربیع الاول د میاشتې په ۴ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په کثیرالرشتوي انستېتوت کې د حقوقي پوهاوي. . .

BACK TO NEWS