د عدلیې وزارت د رهبرۍ شوری ناسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت د رهبرۍ شوری د پېژندګلوۍ ناسته د دې وزارت د رئیسانو او چارواکو په ګډون ترسره شوه.
دغه ناسته د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۱ دایره شوې وه، د عدلیې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان خلکو په تېرو کلونو کې زیات کړاوونه ګاللي دي او صادقانه مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي د دې وزارت له رئیسانو او چارواکو وغوښتل چې خپلې دندې په صادقانه او رڼه توګه سرته ورسوي چې د خلکو ستونزې لرې او له زیاتې سربدالې څخه وژغورل شي.
په دغه ناسته کې د عدلیې وزارت رئیسانو او چارواکو په اړوندو ریاستونو کې شته ستونزې او ننګونې د عدلیې وزارت سرپرست ته وړاندې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتونکي شول.