د عدلیې وزارت د کارکوونکو لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې نوې تګلاره وښوول شوه

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۴:۱۹
.

د عدليې وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې د نوې تګلارې ښونیزه برنامه د دې وزارت د کارکوونکو لپاره جوړه کړه.

په دې درې ورځنۍ ښونیزه برنامه کې د عدليې وزارت ۶۰ تنه کارکوونکو ګډون کړی وو او پکې په خپل وخت سره د ارزونې څرنګوالی، د ارزونې د مستند کونې، د ارزونې په بهیر کې د چلند څرنګوالی، له سلیقوي ارزونې څخه مخنیوی او نور موارد وښوول شول.

د اجراآتو د ارزونې د نوې تګلارې پربنسټ  د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ښونیزو اړتیاوو او وړتیاوو پرمختیا په کره او ښکارنده ډول مشخصېږي او د ملکي خدمتونو کارکوونکي اړ کېږي ترڅو له واضح شاخصونو او بنسټیزو فعالیتونو سره د خپلو د دندو د لایحو څخه پورته کار وکړي.

.

د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې په نوو فورمونو کې، د حساب ورکونې او د دندې د خوندیتوب تر منځ تعادل په پام کې نیول شوی دی.

د ملکې خدمتونو د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې په تګلاره کې د نوو بدلونونو په راتلو سره د ملکي خدمتونو په ادارو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل منطقي او د کړنې پربنسټ کېږي او هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول په لا ډیر مسؤلیت اخیستنې، روڼتیا او ځواب ورکونې سره تر سره کېږي.

د دې تګلارې پربنسټ همداراز په دولتي بنسټونو کې د جوړښتونو او نوښتونو فرهنګ پراختیا مومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسبګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۵۷
Background image

په تېر یونیم کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

مولوي احسان الله وثیق، د ځمکو  له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون سکرتر د یاد کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته په زده کړه ییز سیمینار کې وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۴۲
Background image

د عدلیې وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره کېدل

د کابل ښاروالۍ له استازو سره د عدلیې وزارت د همغږۍ ناسته د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته. . .

BACK TO NEWS