د عدليې وزارت اداري معین سید محمد هاشمي د شانګهای همکاریو د سازمان د غړو او کتوونکو هېوادونو د حقوقي خدمتونو په مجتمع کې ګډون وکړ.
۱۳۹۸کال د تلې ۴-۳
د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت اداري معین سید محمد هاشمي د چین په ولسي جمهوریت کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو او کتونکو هېوادونو د حقوقي خدمتونو په مجتمع کې ګډون وکړ. او د افغانستان په استازیتوب يې د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د غړو او کتونکو هېوادونو سره د حقوقي همکارۍ او مرستې به برخه کې د افغانستان د دولت د چلنجونو او کړوړو په باره کې وینا وکړ.
په دې غونډه کې د چین ولسي جمهوریت د عدليې وزیر ښاغلي زینګوافو په حقوقي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو او کتونکو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ. هغه دغه راز د هغو هېوادونو له حقوقي بنسټونو څخه چې په چین فعالیت لري او شانګهای د همکاریو د سازمان له ټولو غړو او کتونکو هېوادونو څخه وغوښتل چې ګډو موخو ته د لاسرسي په منظور په خپلو هېوادونو کې د چین د حقوقي بنسټونو د فعالیت زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت معین هغو مهمو چلنجونو ته چې د شانګهای د همکاریو د سازمان غړي او کتونکو هېوادونو ګواښوي، اشاره وکړه او وویل: له بده مرغه افغانستان له زیاتو کلونو را په دې خوا د بین المللي تروریزم، د انسان او د نیشه يې توکو د قاچاقو قرباني دی چې په حقیقت کې دغه کرغېړنه پدیده نه یوازې د افغانستان لپاره ستر ګواښ دی بلکه د دې سازمان د غړو او کتونکو هېوادونو اقتصادي او امنیتي ګټې هم له چلنج سره مخامخ کوي.
هغه د اړوند سازمان له غړو او کتونکوهېوادونو څخه وغوښتل چې د اعتماد جوړولو له دغو پدیدو سره د مبارزې لپاره د زیاتې همغږۍ په منظور په تقنیني، جنايې او اجرايې سیاست غوړه کولو کې د ټولنو د رول د زیاتوالي په ګډون اغیزمن ګامونه واخلي.
د هېواد د عدليې وزارت اداري معین په دې غونډه کې له نړیوالو ټولنو او په تیره بیا د شانګهای د همکاریو د سازمان له غړو او کتونکو هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د تروریزم د لمنځه وړلو او د دایمي امنیت او ټیکاو د تامینولو لپاره د افغانستان له داعيې سره جدي ملاتړ وکړي. او په ښه توګه د حقوقي خدمتونو د عرضې د ګډ میکانیزم د رامنځته کولو، له تروریزم سره د مبارزې او د شانګهای د همکاریو د سازمان په غړو او کتونکو هېوادونو کې د امنیت او ټیکاو د تامینولولپاره د هڅو په برخو کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.
د هېواد د عدليې وزارت معین د دې غونډې ترڅنګ د چین د ولسي جمهوریت د عدليې وزارت د حقوقپوهانو د لوی ریاست له مرستیال ښاغلي ژیامونګ ژانګ سره وکتل، او د قانون جوړولو په برخو کې د دواړو هېوادونو د عدليې وزارتونو ترمنځ د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا، په زده کړه ییزو ورکشاپونو او برنامو کې د ګډون لپاره د افغانستان د عدليې وزارت د مسلکي کارکوونکو د بلنې، د محبوسینو د لېږدونې، د مجرمینو د استرداد او د او د نورو مواردو په اړوند خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د شانګهای د همکاریو د سازمان برخه والو غړو په دې غونډه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان په چوکاټ کې د ګډو همکاریو، د حقوقي خدمتونو او د حقوقپوهانو د ارزښت، د همکاري کیفیت د لوړولو او د شخړو د حل او فصل د بدیلو میکانیزمونو د لټولو، د سندونو د تائید او تصدیق، حاکمیت، د شانګهای د همکاریو د سازمان غړو او کتونکو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مالونو په لېږد رالېږد کې د زیاتو آسانتیاوو د برابرولو، د ګمرکي بهیرونو د ساده کولو او په خپل وخت کې د ویزې د اجرا، له تروریزم او بنسټپالنې سره د مبارزې، امنیت، سولې او د نورو مواردو په باره کې چې په اړوندو هېوادونو کې ځانګرې ارزښت لري، خبرې او وینا وکړه.
دغه راز هغه په دې غونډه کې عدلي او قضايې سیستمونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو، د پرمختیا او پړاختیا په اړوندو ګډ نظر په لرلو، په وړیا حقوقي مرستو، د بروکراسي په کمښت او د عدلي او قضايې ادارو کې د حکومتي خدمتونو په برښنايې کولو، د خصوصي سکتور په پیاوړتیا او د شانګهای د همکاریو د سازمان په غړو او کتونکو هېوادونو پورې د اړوندو شخړو د حل او فصل لپاره د منځګړیتوب باندې ټینګار وکړ.