د عدلیې وزارت مسلکي معین د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲
.

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنج شنبې په ورځ ارزګان ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د ارزګان د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.
نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌ دا مانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي ټنیګار وکړ چې مسؤولین نه‌باید د خلکو او مراجعینو کار وځنډوي.
همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د ارزګان د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او د خلکو د خدمت په لاره کې به خپله اعظمي هڅه وکړي.
ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

BACK TO NEWS