د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو او ډاکټرانو سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۵۳
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د محرم په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسؤولینو او ډاکټرانو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د عدليې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د عدليې وزير وويل چې ډاکټران انسانيت او ټولنې ته د خدمت په برخه کې لوړ مقام او حيثيت لري او اړينه ده چې خپل ځای او حيثيت وپېژني. نوموړي ټينګار وکړ چې په دنيا او آخرت کې عزت د خلکو په خدمت کولو کې نغښتی دی او د خصوصي روغتونونو له مسؤولينو څخه يې وغوښتل چې خلکو ته په صادقانه ډول خدمت کولو کې هڅه وکړي.

دغه راز محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د خصوصي روغتونونو مسؤولین دې له هر ډول حزبي فعاليتونو او حزبي وابستګۍ څخه ډډه وکړي؛ ځکه په هېواد کې د سياسي ګوندونو فعاليت ممنوع دی او ښې پایلې نه لري او ډاکټرانو لپاره هم مناسبه نه ده چې کوم حزب يا تنظيم پورې تړلي وي.

د اسلامي امارت د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو د اتحاديې د فعاليت د څرنګوالي او دغې اتحاديې لپاره د نوي رئيس د ټاکلو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل چې د اتحاديې فعاليت بايد د اسلامي امارت د اصولو او قوانينو مطابق وي.

په دې کتنه کې د خصوصي روغتونونو مسؤولينو هم د خصوصي روغتونونو د اتحاديې د فعاليت په اړه لازم معلومات شریک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د قوانينو او اصولو په چوکاټ کې به فعاليت کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

BACK TO NEWS