د حقوقي مساعدتونو صندوق رامنځته کېږي
د عدليې وزارت نوماند وزیر او سرپرست، قضاوتپوه فضل احمد معنوي د روان کال د تلې د میاشتې په ۲۳ نېټې د حقوقو پرمختیا د بین المللي سازمان له لوی رئیس ریماند میکلرایټ او د دې سازمان له مرستیالې میرمن کارین کاتس سره د حقوقي مساعدتونو د پرمختیا او د عدليې وزارت د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو د ارزښت په باره کې خبرې وکړې.
د عدليې وزارت سرپرست په دې کتنه کې د حقوقي مساعدتونو او د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د حقوقو د پرمختیا د بین المللي سازمان له همکاریو څخه مننه وکړه او ويې ویل: هیله لري چې دغه همکارۍ پراختیا ومومي. هغه دغه راز وویل: اړتیا ده چې د قضایاوو مدیریت د برخې د لازیات دیجیتلي کولو د لازمو دیټابیسونو د رامنځته کولو او د حقوقي ستاژونو د پیاوړتیا په لاره کې خپلې همکارۍ پیل کړي.
قضاوتپوه فضل احمد معنوي، زیاته کړه چې د مدافع وکیل شتون د عادلانه محکمو یو اساسي بنسټ دی او اړتیا ده چې د بیوزلو مظنونینو او تورنو کسانو لپاره د مدافع وکیل د توظیف برابرول زیات شي همدغه راز په محکمو کې د مدافع وکیل شتون له نمایشي بڼې څخه ووځي.
د عدليې وزارت سرپرست وویل: ټاکل شوې ده چې د هېواد په کچه د بیوزلو مظنونینو او تورنو کسانولپاره د وړیا حقوقي مساعدتونو له وړاندې کولو څخه د ملاتړ په منظور د حقوقي مساعدتونو صندوق، ډیر ژر رامنځته شي. هغه ټینګار وکړ، هڅه کېږي چې د دې صندوق سرچینې په موازي ډول د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو په واک کې ورکړ شي.
د حقوقو د پرمختیا د بین المللي سازمان لوی رئیس ښاغلي ریماند میکلرایټ په دې کتنه کې وویل چې دغه سازمان په دې سکتور کې د ناامنۍ د اغېزو د کمښت، په عدلي او قضايې بنسټونو کې د ظرفیت د لوړولو او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې چې د حقوقي مساعدتونو د هغو مهمو برخه ده، فعالیت لري.
هغه وویل په حقوقو د پرمختیا بین المللي سازمان، د عدلي او قضايې سکتور د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ناامنۍ اغېزې ارزوي او پیل يې د حل د لارې د موندلو په منظور له عدليې وزارت سره شریکوي. ښاغلي مایکلرایټ هم وویل: چې د حقوقو د پرمختیا د بین المللي سازمان هڅه کوي ترڅو د حقوقي مساعدتونو او د ظرفیت د لوړولو په برخو کې خپلې همکاري زیاتې کړي.