په نیمروز ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۳
.

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۳۶ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، نظارتي پلاوي  د موټر پلورنځيو پر مسوؤلينو ټينګار وکړ چې،  دوی باید په سپینو ورقو او جعلي سټوکې د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي او خپل فعاليتونه د شريعت په رڼا کې ترسره کړي.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته ستونزې او نيمګړتياوې لرې کړي.
د نيمروز ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي، تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS