په عدلیې وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله ځپلو سره د څه باندې ۱۳۱ میلیونه افغانیو مرسته کړې

د هېواد په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه په کنړ ولایت کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله چې زرګونه شهیدان او ټپیان او درانه زیانونه یې رامنځته کړل، د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو په دغو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د څهباندې ۱۳۱ میلیونو افغانیو مرستې کړي دي.
په دې وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو د راپور له مخې، د خیریه مرستو له مجموعې څخه ۹۱ میلیونه ۸۹۱ زره افغانۍ او ۳۰ زره امریکایي ډالر د ۴۷ خیریه بنسټونو لخوا او ۳۷ میلیونه ۴۴۶ زره افغانۍ او ۱۷۸ زره کلدارې د ۲۲ اتحادیو په واسطې لګول شوي دي.
د دغو مرستو یوه برخه په نغدي توګه زلزله ځپلو ته ورکړل شوې او بله برخه یې د اوبو، خوړو، نورو خوراکي توکو، جامو، خیمو، کمپلو او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو او وېش کې مصرف شوې ده.
د اسلامي امارت عدلیې وزارت د یادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته له ټولو خیریه بنسټونو، اتحادیو، سوداګریزو شرکتونو، سوداګرو او خيِرو افرادو څخه غوښتنه کړې وه چې د دې پېښې زیانمنو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.
په عدلیې وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو لخوا زلزله ځپلو لپاره د مرستې رسونې بهیر د پېښې څخه سمدستي وروسته پیل شو او څو اوونۍ یې دوام وکړ.