په عدلیې وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله ځپلو سره د څه باندې ۱۳۱ میلیونه افغانیو مرسته کړې

barekzai_admin
Wed, Sep 24 2025 3:20 PM
.

 د هېواد په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه په کنړ ولایت کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله چې زرګونه شهیدان او ټپیان او درانه زیانونه یې رامنځته کړل، د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو په دغو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د څه‌باندې ۱۳۱ میلیونو افغانیو مرستې کړي دي.

په دې وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو د راپور له مخې، د خیریه مرستو له مجموعې څخه ۹۱ میلیونه ۸۹۱ زره افغانۍ او ۳۰ زره امریکایي ډالر د ۴۷ خیریه بنسټونو لخوا او ۳۷ میلیونه ۴۴۶ زره افغانۍ او ۱۷۸ زره کلدارې د ۲۲ اتحادیو په واسطې لګول شوي دي.

د دغو مرستو یوه برخه په نغدي توګه زلزله ځپلو ته ورکړل شوې او بله برخه یې د اوبو، خوړو، نورو خوراکي توکو، جامو، خیمو، کمپلو او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو او وېش کې مصرف شوې ده.

د اسلامي امارت عدلیې وزارت د یادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته له ټولو خیریه بنسټونو، اتحادیو، سوداګریزو شرکتونو، سوداګرو او خيِرو افرادو څخه غوښتنه کړې وه چې د دې پېښې زیانمنو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.

په  عدلیې وزارت کې د ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو لخوا زلزله ځپلو لپاره د مرستې رسونې بهیر د پېښې څخه سمدستي وروسته پیل شو او څو اوونۍ یې دوام وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS