په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالي کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د نظارت پر مهال د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د یادو ستونزو د لرې کولو او همدارنګه د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.