په نیمروز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۴۵
.

 په نیمروز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره ګډه کمېټه د ربیع الاول د مياشتې په ۳۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د نورو امارتي ادارو د استازو په عضویت جوړه شوه.

په دې کمېټه کې د ښاروالۍ، استخباراتو، امنیې قوماندانۍ او د حکمونو او فرمانونو د تعقيب او نظارت، د کور او ښار جوړولو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو استازي عضویت لري.

یادې کمېټې په خپلې لومړنۍ ناسته کې د کورونو د کرایو د زیاتوالي او د هغو د کنټرول څرنګوالي په اړه بحث وکړ. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په نیمروز ولایت کې د کور د کرایې له زیاتوالي څخه د خلکو شکایتونه دې د عدلیې ریاست لخوا ترلاسه او په کمېټه کې دې ورته رسیدګي وشي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۲۰
Background image

په عدلیې وزارت کې ثبت شویو خیریه بنسټونو او اتحادیو د کنړ ولایت له زلزله ځپلو سره د څه باندې ۱۳۱ میلیونه افغانیو مرسته کړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه په کنړ ولایت کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله چې زرګونه شهیدان او ټپیان او درانه زیانونه یې رامنځته کړل، د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه جوړه شوه

 په نیمروز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول لپاره ګډه کمېټه د ربیع الاول د مياشتې په ۳۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د نورو امارتي ادارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۲
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالي کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS