د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۴۵
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۴ نېټه د چهار شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د میرمنې دښتې او د جغرات کاریز (میهن ښارګوټی) د املاکو راپورونه چې بشپړ شوي، د تایید وړ وګرځیدل او ټاکل شوې چې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، ګازرګاه شریف دښته کې د استخباراتو ریاست او یو شمېر افرادو ترمنځ موضوع بررسي شوه او د استخباراتو استازي لازم معلومات وړاندې کړل. دغه راز پشتون زرغون ولسوالۍ کې د حبلان کاریز موضوع وروستۍ شوه او پریکړه وشوه چې راپور یې اړونده مرجع ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، د پهلوان پیري ساحې راپور بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو او پریکړه وشوه چې نیمګړتیاوي یې بشپړې شي او د یو شمېر نورو ساحو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت له نقشې او املاکي سندونه سره ساحې ته ولاړ شي او هغه ساحات هر اړخیز ډول بررسي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سفید خار عالي لېسې کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړیدل

د ارزګان ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د ذوالقعدې میاشتې په ۱۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په سفید خار عالي لېسې کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په دغې. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۴:۴۳
Background image

یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د. . .

شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۳:۳۹
Background image

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت ځینې ساحې هم بررسي کړې.

په دغې. . .

BACK TO NEWS