د لوګر ولايت په مرکز کې د خپل سرو تصرفاتو مخنیوی وشو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۱:۱۷
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي هيئت د چهارشنبې په ورځ د محرم الحرام د میاشتې په ۱۸ مه نېټه د دې ولایت مرکز اړوند التمور سیمې ته ولاړ او په دې ساحه کې یې پر امارتي ځمکو کې د خپل سرو تصرفاتو مخه ونيوله.

همدارنګه د یاد ولایت تخيکي هيئت د یوې ناستې په ترڅ کې د دعوا لاندې څه باندې ۱۱ زره جریبه ځمکه تر بررسۍ او بحث لاندې ونيوله او پرېکړه یې وکړه چې دوسیې یې بشپړه شي او وروسته د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

د دې ترڅنګ د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو د غصب په تړاو یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسۍ او بحث لاندې ونيول شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۵
Background image

په لسو ولایتونو کې څه باندې ۱۱۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په نهو نورو ولایتونو کې ۱۱۵۷  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د موټر پلورونکو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه. 
د تخنیکي په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS