د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړېدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۵:۵۱
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د ظرفیت لوړونې آمریت، د ذوالحجې د مياشتې په ۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د مرکزي رياستونو  یو شمېر کارکوونکو ته دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو تشریح او توضيح تر سرلیک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت له بېلابېلو مرکزي رياستونو څخه ۲۸ تنه کارمندانو ګډون درلود او د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه یې هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته برنامې جوړوي او په دې برخه کې ډېرې هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۵
Background image

په لسو ولایتونو کې څه باندې ۱۱۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په نهو نورو ولایتونو کې ۱۱۵۷  تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د موټر پلورونکو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

د نیمروز ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د موټر پلورونکو اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۴۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه. 
د تخنیکي په دې ناسته کې، د. . .

BACK TO NEWS