د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخینوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یو شمېر سندونه پکې بررسي شول.
تخنیکي هیئت د خوست کاروان سرای د یو اوسیدونکي سندونه چې تېره اوونۍ یې کار درول شوی وو، بررسي کړل او ډیر ژر به یې په اړه وروستی تصمیم ونیول شي.
دغه راز هیئت د مندوزۍ ولسوالۍ د بهرام خیلو ساحې له قومي مشرانو او علمای کرامو سره وکتل او له هغوی سره یې د روغتیایي کلینیک او هدیرې په اړه بحث وکړ ترڅو یادو شویو موضوعاتو له پاره مناسبه حل لاره وموندل شي.
تخنیکي هیئت د تڼیو او ګربزو ولسوالیو د ښوونکو له استازو سره هم وکتل او له هغوی سره یې د سیګۍ دښتې په ساحه کې د ښوونکو د ښارګوټو د ځمکو په اړه بحث او خبرې وکړې.