د اصلاح د مرکزونو ریاست له مسؤلانو او کارکوونکو سره د مخه ښې مراسم پرځای شول

د عدليې وزارت د اداري معین سید محمد هاشمي، د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د رئیس محمد صدیق صدیقي، د تقنین لوی رئیس عبدالمجید غني زاده، د حقوقي مساعدتونو د لوی رئیسې عزیزې عدالت خواه، د خپرونو او عامه اړیکو د رئیس محمد رحیم دقیق، د کورنې پلتنې د رئیس عبدالغیاث الیاسي او د اصلاح د مرکزونو ریاست د کارکوونکو په شتون د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ریاست مسؤلانو او کارکوونکو سره د مخه ښې مراسم پرځای شول.
د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو مسؤلیت په دې وروستیو وختونو کې د عدليې د وزارت څخه د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته سپارل شوی دی

د عدليې وزارت اداري معین په دغو مراسمو کې په کابل او ولایتونو کې د دغو مرکزونو د معیاري کولو په کار کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ریاست له کړوړو څخه قدرداني وکړه.
هغه وویل د عدليې وزارت په هغې موده کې چې د دغو مرکزونو مسؤلیت درلود وکولاې شول په ۱۳ ولایتونو کې د افغانستان د دولت او د ځینو بین المللي بنسټونو په بودیجې سره له قانون څخه د سرغړونکو ماشومانو د اصلاح او ساتنې لپاره معیاري ودانۍ جوړې کړي. دغه راز دغه وزارت په دې بریالی شوی دی د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اصلاح په مرکزونو پورې اړوندې ځمکې برابرې کړي.

د عدليې وزارت اداري معین دغه لاسته راورنې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو ریاست د مسؤلانو د کار محصول وبالل او هیله يې څرګنده کړه چې د زندانونو د چارو د تنظیم اداره هم وکولاې شي په دې برخه کې زیات کارونه تر سره کړي.
د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو رئیس محمد صدیق صدیقي هم وویل چې د عدليې له وزارت څخه د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته د دغو مرکزونو د مسؤلیت او دهغه د کارکوونکو د لېږدونې تصمیم د آزادۍ د سلب په مرکزونو پورې د اړوندو چارو د ښه سمون لپاره نیول شوی دی او هغوې د دغو مرکزونو د ښه والي لپاره د کار په سره تر کولو ژمن دي

په ټول هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې، له قانون څخه سرغړونکي ماشومان او په حجز محکوم ماشومان ساتل کېږي او تر اصلاح او روزنې لاندې نیول کېږي.
د دغو مرکزونو مسؤلیت د تیرو کلونو په بهیر کې د عدليې وزارت پرغاړه وو او د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۲۵ نېټه دغه مسؤلیت د جمهور رئیس د یو فرمان پربنسټ د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ته وسپارل شو