په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
.

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند په ګچ سيمه کې د اویا (۷۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسۍ لاندې ونيول شوه او پرېکړه وشوه چې د یادې ځمکې متصرفينو ته د لا زیاتو معلوماتو په موخه استعلامونه ورکړل شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د عدلیې وزیر د غصب شویو ځمکو د استرداد په بهیر کې پر لا زیات جديت ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سېشنبې په ورځ د غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS