د ميدان وردګو په ولايت کې د غضب شوو ځمکو د استرداد په منظور د همغږۍ کمېته رامنځته کېږي

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۲:۵۹
د ميدان وردګو په ولايت کې د غضب شوو ځمکو د استرداد په منظور د همغږۍ کمېته رامنځته کېږي

د .ا.ا.ج د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې ډاکټرې ذکې عادلي، له ملګري هيئت سره يې د ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ او ددغه ولايت د عدليې رياست او د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز يې وکتل.

هغې دغه راز په هغې غونډه کې چې د والي او د دولتي ادارو د رئيسانو په شتون د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه ګډون وکړ او د دولتي ادارو ترمنځ د متقابلو همکاريو او همغږۍ او په دې برخه کې د شته ستونزو په باب خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د غضب شوو ځمکو د استرداد او په دې برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو په منظور لارښوونه وشوه چې د عدليې ریاست، ښاروالۍ او د اراضۍ د ادارې ترمنځ د همغږۍ يوه کمېته رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۵۵
Background image

په کندز ولایت کې د ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او په ترڅ کې یې یاد هیئت ۱۰۰ جریبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۲۰:۱۷
Background image

په شپږو ولایتونو کې ۳۳۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو 

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او ولایتي آمریتونو یې، د شوال د مياشتې په ۲۵ او ۲۶ مه نېټه د شنبې او یکشنبې  په ورځو ۳۳۲ تنو ته په شپږو ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۵۲
Background image

۱۵ تنو متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  شوال د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت. . .

BACK TO NEWS