په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو۲۰ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۴۸
.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د یاد ولایت د مرکز په جلال آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ربیع ‌الثاني د میاشتې په ۹ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ریاست د انسجام آمریت مسؤولینو پکښې ګډونوالو ته د معاملاتو لارښوونې د اصولو، د معاملاتو لارښوونو د مسؤولینو د وجایبو او په سمه توګه له سټو او د ثبت کتاب څخه د ګټې اخیستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې او دغه راز د معاملاتو لارښوونې اړوند تقنیني سندونه یې تشریح کړل.

د ننګرهار ولایت د مستوفیت ادارې مسؤولینو هم د دغې برنامې په یوې برخه کې د مالیاتو د تادیې په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې اړين معلومات شریک کړل.

دغه راز په دې برنامه کې د معاملاتو لارښوونې مسؤولینو او متصدیانو خپلې پوښتنې او ستونزې مطرح کړلې او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی پوښتنو ته ځواب وړاندې کړ او د ستونوزو لرې کولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست په پام کې لري چې د یاد ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې د ټولو دفترونو مسؤولینو ته دغه ډول زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي ترڅو معاملات په شفاف او قانوني توګه ترسره شي او دغه راز مالیات په سمه توګه تادیه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د ننګرهار د عدلیې رئیس د یاد ولایت د استیناف محکمې او نورو سيمه ييزو ادارو له مسؤولینو سره وکتل

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د استیناف محکمې او نورو اړوندو ادارو مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د نورستان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت او د برګمتال ولسوالۍ قومي مشرانو ترمنځ ناسته جوړېدل

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هيئت د ربیع الثاني د مياشتې په ۷مه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت برګمټال ولسوالۍ له قومي مشرانو سره د يادې ولسوالۍ د مقام په مقر کې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۴۸
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو۲۰ تنو متصدیانو لپاره زده‌کړه ییزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار ولایت عدلیې ریاست، د یاد ولایت د مرکز په جلال آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۲۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ربیع. . .

BACK TO NEWS