د نورستان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت او د برګمتال ولسوالۍ قومي مشرانو ترمنځ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۵۷
.

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هيئت د ربیع الثاني د مياشتې په ۷مه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت برګمټال ولسوالۍ له قومي مشرانو سره د يادې ولسوالۍ د مقام په مقر کې ناسته جوړه کړه.

په یاده ناسته کې تخنیکي هيئت، د ځمکو له غصب څخه د مخينوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد مرکزي کمېسيون او د امارتي ځمکو په اړه معلومات ورکړل او زياته یې کړه چې تخنيکي هيئت غصب شوې ځمکې بررسي کوي، شخصي او امارتي ځمکې تفکيک او تشخيص کوي ترڅو عامه حقوق زيانمن نه شي.

همدارنګه د یادې ناسته په ترڅ کې د برګمتال ولسوالۍ لپاره ۴ جریبه وقف شوې ځمکه هم بررسي شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS